افغانستان کرکټ بورډ کې نن د بورډ د غړو ترمنځ ځانګړې مهالنۍ ناسته ترسره شوه چې پکې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسراوي، د الوخېلو او نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو پر پلان، طرح کولو او یادو لوبغالو د رغنیز چارو پر پیل او د افغانستان کرکټ بورډ د پنځه کلنې سټراټېژۍ او بنسټ لیک پر تعدیل او لاسلیک خبرې اترې وشوې.
په دغه ناسته کې
چې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په مشرۍ ترسره شوه؛ د
نوموړي سربېره پکې د بورډ نورو غړو هر یوه ښاغلي خان جان الکوزي، ښاغلي ډاکټر احمد
خالد حاتم او ښاغلي اتیلا کامګار په حضوري ډول ګډون درلود، په داسې حال کې چې د
افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان، او د بورډ نورو غړو هر یوه
ښاغلي الله داد نوري، ښاغلي عبیدالله صدرخېل او ښاغلي رییس احمدزي په انلاین بڼه
ګډون کړی وو.
یاده ځانګړې ناسته
د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف له لوري د بورډ نورو غړو ته
د ښه راغلاست ویلو سربېره د تېرو پلانونو او لاسته راوړنو د معلوماتو په وړاندې
کولو سره پیل شوه، چې د افغانستان کرکټ بورډ د اړوند څانګو د مسوولینو له لوري پکې
معلومات وړاندې شول.
ورپسې د اړوند
اجنډا پر نورو اړوند مواردو (افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسراوي،
د کابل الوخېلو او نجیب الله تره کي لوبغالو د پلان او رغنیزو چارو د لومړیتوبولو
او پلي کولو او د کرکټ د نورو فعالیتونو او همغږۍ د ډېروالي) په تړاو خبرې اترې
وشوې.
دا چې د افغانستان
شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو د ترسراوي په موخه د سیالیو د ځای مشخص کول تر دې دمه
پاتې و، د بورډ د غړو د اکثریت رایو پر بنسټ د متحده عربي اماراتو او عمان هېوادونو
له ډلې ټولو اړوند اسانتیاو، د انساني سرچینو موجودیت، د لوبغالو اسانتیاو او نورو
اړوند مواردو ته په پام سره د یوه هېواد ټاکلو ته رایه ورکړل شوه، چې پکې له
سوداګریز همکار سره له سلا مشورې وروسته به په ټاکل شوې نېټې دویم پړاو افغانستان
شل اوریز غوره لیګ سیالۍ په ټاکل شوي هېواد کې ترسره شي.
سربېره پر دې په
دغه ناسته کې د کابل د الوخېلو معیاري لوبغالي د نقشې د پلان او طرحې وروسته د
لوبغالي د رغنیزو چارو پر پیل هم د بورډ اکثریت غړو رایه ورکړه، ترڅو ژر تر ژره یې
عملي چارې پیل شي؛ دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د یاد لوبغالي پر یاده ځمکه
د حقوقي قضیې له امله د لوبغالي د پلانونې او عملي چارو د پیل کارونه درېدلي وو.
باید وویل شي چې
افغانستان کرکټ بورډ پتیلې وه چې شا وخوا دوه کاله وړاندې د کابل الوخېلو کرکټ
لوبغالي د نقشې، پلان او طرحې او ورپسې رغنیزې چارې پیل کړي چې په ترڅ کې یې حقوقي
قضیه رامنځته شوه، خو څو ورځې وړاندې دغه قضیه د افغانستان کرکټ بورډ په ګټه پای
ته ورسېده او د اړوند محکمې له لوري د کار کولو اجازه ورکړل شوه.
د افغانستان کرکټ
بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د بورډ غړو په یاده ناسته کې وویل: ((دا د
خوشحالۍ زېري دي چې موږ په ورته وخت کې هم د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم
پړاو سیالیو د ترسراوي پړاو ته نږدې شوي یو او هم د الوخېلو لوبغالي د ځمکې اړوند چارې
له ټولو اړوند ادارو راخلاصې شوې او حقوقي قضیه یې حل شوه چې په دې برخه کې موږ د
اړوند ادارو له ټولو چارواکو ځانګړې مننه کوو چې له موږ سره یې پوره او هر اړخیزه
همکاري وکړه.))
نوموړي دغه راز
زیاته کړه: ((موږ اوسمهال افغانستان شل اوریز غوره لیګ او دغه راز د افغانستان په
کوربه توب لوبلړۍ له هېواده بهر ترسره کوو چې د هلوخېلو لوبغالي په بشپړېدو سره به
یوه ورځ ان شاءالله د کابل د هلوخېلو ښکلي لوبغالي کې د افغانستان شل اوریزه غوره
لیګ او بهرنیو لوبو د ترسراوي شاهدان او لیدونکي واوسو.))
همدارنګه په دغه
ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکې پنځه کلنې (۲۰۲۵-۳۰) سټراټېژې او
تګلارې او بنسټ لیک په تړاو هم خبرې اترې وشوې چې د اړوند مواردو له تعدیل وروسته
به د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو ته د لاسلیک په موخه وسپارل شي چې له اړوند
پروسې وروسته به د دوی له لوري لاسلیک شي.
دغه راز په یاده
ځانګړې ناسته کې د کرکټ پر تخنیکي مواردو، پرمختګونو، د افغانستان کرکټ بورډ او د
دغې ادارې د بورډ د غړو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ، ناستو، فعالیتونو او لاسته راوړنو
هم خبرې اترې وشوې چې د بورډ ټولو غړو پرې هوکړه وکړه.
د یادونې وړ ده چې
افغانستان کرکټ بورډ د سترو تصمیمونو او پرېکړو په نیولو، د سټراټېژیو د پلي کولو
او نورو مواردو په ترسراوي کې د بورډ له غړو سره سلا مشورې کوي چې د دوی له هوکړې
وروسته ټولې اړوند چارې ګام په ګام عملي کوي.