د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس د سترې او مهمې ورزشي پروژې رغنیزې چارې پیل شوې
نړیوال
5 دقیقې

د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس د سترې او مهمې ورزشي پروژې رغنیزې چارې پیل شوې

نن د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو سیمه کې د افغان دولت د مسوولینو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او د رسنیو د استازو په شتون کې د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس د سترې او حیاتې پروژې رغنیزې چارې په رسمي ډول پیل شوې چې بېلابېلې اسانتیاوې لرونکی به وي.

5 دقیقې

 نن د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو سیمه کې د افغان دولت د مسوولینو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او د رسنیو د استازو په شتون کې د کابل نړیوال کرکټ کمپلکس د سترې او حیاتې پروژې رغنیزې چارې په رسمي ډول پیل شوې چې بېلابېلې اسانتیاوې لرونکی به وي.

د یادونې وړ ده چې دغه کرکټ کمپلکس په ۸۶ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې په یوه وخت کې به د شا وخوا ۴۰ زره نندارچیانو د ځایښت ظرفیت ولري. سربېره پر دې به دغه ستر کمپلکس یو عمومي او دوه فرعي لوبغالي، ستر مېلمستون، ستر جومات، رویال باکس، د لوبغاړو د اړتیا وړ خونې، د شپنیو سیالیو لپاره د څراغونو او رڼا مجهز سیستم، د رسنیو او مبصرینو لپاره د عصري خونو او نورو اړوند اسانتیاوې لرونکی وي.

هېره دې نه وي چې دغه کمپلکس به د ۲۵ ویشتنځایونو د سرخلاصې معیاري اکاډمۍ یا روزنځای، د سرپټې او انډور اکاډمي لرونکی وي چې سربېره پر دې به د موټرونو د تمځای، د حوض، سونا، د دفتري ساحې، د درملنې د مرکز، د مجلسونو د خونو، جېم خونې او نورې اسانتیاوو لرونکی وي.

د دغ لوبغالي د پرانېستې په مراسمو کې د ریاست الوزرا د مقام دفتر عمومي رییس ښاغلي ډاکټر ملا عبدالواسع، د المپیک او بدني روزنې عمومي رییس ښاغلي احمدالله وثیق، د افغانستان بانک د نظارت او څار څانګې مشر دوکتور لطف الله خیرخواه او د سوداګرۍ خونې ارشد سلاکار او د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړي ښاغلي خان جان الکوزي ویناوې هم وکړې.

د ښاغلي ډاکټر ملا عبدالواسع په وینا، د افغانستان اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د ورزش ډګر ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده او دې برخې ته به نور پام هم زیاتوي. هغه زیاته کړه: ((تاسو ولیدل چې څو ورځې وړاندې افغانستان د المپیک سیالیو ته له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي راغلي وو چې افغانانو یې تود هرکلی وکړ. دا دی نن د یوې سترې پروژې د پرانېستې شاهدان یو چې د کرکټ لوبغاړو ته به یې ډېره ګټه ورسیږي. هیله لرو چې نورې ادارې هم ورته چارې او رغنیزې لړۍ جاري وساتي، ترڅو افغانستان بیرته په پښو ودرو او ویجاړي یې په رغونې بدله کړو.))

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه هم د یادې پروژې او نورو رغنیزو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او په وینا یې د لوبغالو رغونې او د کرکټ پراختیا ته یې د نورو چارو ترڅنګ لومړیتوب ورکړی دی. همدارنګه د یادو مراسمو نورو ګډونوالو هم د رغونې او لاسته راوړنو په ډګر کې د افغانستان کرکټ بورډ هلې ځلې وستایلې او ورزش یې په ټولنه کې یوه مهمه او اړینه پدیده وبلله.

باید وویل شي چې د دې پروژې سربېره به ډېر ژر د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي د ماسټرپلان چارې بشپړې شي چې دغه راز به د کندهار کرکټ لوبغالي، د خوست کرکټ لوبغالي او پاتې نورو لوبغالو او اکاډمیو چارې هم یو په بل پسې سر ته ورسیږي.

په پای کې د یادونې وړ ده چې د دغه ورزشي کمپلکس په لومړي ګام کې به درې میدانونه، احاطوي دېوال، د شپې څراغونه او اړوند پویلینونه جوړ شي چې ورپسې به یې یوپه بل پسې اړوند رغنیزې چارې ترسره شي.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران