مس عینک پایلوبې ته لاره ومونده
کورني
5 دقیقې

مس عینک پایلوبې ته لاره ومونده

مس عینک زون لوبډلې نن د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې بست زون لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه. د ورځې دویمه لوبه سوپر اور ته ورسېده خو د بند امیر زون لوبډلې غوره لوبه ترسره کړه او په سوپر اور کې یې بریا خپله کړه او په څلورو بریاوو سره یې په اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا جام سیالیو کې خپل سفر پای ته ورساوه.

5 دقیقې

مس عینک زون لوبډلې نن د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې بست زون لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه. د ورځې دویمه لوبه سوپر اور ته ورسېده خو د بند امیر زون لوبډلې غوره لوبه ترسره کړه او په سوپر اور کې یې بریا خپله کړه او په څلورو بریاوو سره یې په اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا جام سیالیو کې خپل سفر پای ته ورساوه.

د لومړۍ لوبې پچه بست زون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپوهنه وکړه، د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۱۸۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه نعمان شاه ۹۴، محمد صابر حنیف ۲۷ او سیف ننګیال ۲۳ مندې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک زون په ګټه نجات مسعود، محمد یونس او نسیم منګل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د مس عینک زون لوبډلې د بست زون لوبډلې د ۱۸۵ منډو هدف په ځواب کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۱۹م اور کې بشپړ کړ. په دې سره مس عینک زون لوبډلې هم پنځمه خپله کړه او د دویمې لوبډلې په توګه یې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده. د دغې لوبډلې په ګټه ضیاءالدین شریفي ۴۵، اعجاز احمدزي ۳۹*، خالد تڼیوال ۳۳ او ایمل شاهین ۳۲* منډې جوړې کړې. ضیاءالدین شریفي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دویمه لوبه کې بیا د بند امیر زون لوبډله د امو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. امو زون لوبدلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د امو زون لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره یې ۱۸۹ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه جاوید احمدزي ۶۱، عمران میر ۴۲ او محمد اکرم ۳۳* منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر زون په ګټه رحمت الله خروټي ۳، اظهارالحق نوید ۲، سید خان، لایس خان لونګ او عبدالله احمدزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بند امیر زون لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې غوره توپوهنه وکړه او د صدیق الله پاچا د چټکو ۴۹ منډو پرمټ یې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې مساوي او لوبه سوپر اور ته ورسېده. د بند امیر زون لوبډلې د لوبې له مساوي کولو وروسته په سوپر اور کې غوره توپوهنه او توپ اچونه وکړه او د یوې جالبې لوبې په پایله کې یې د امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه او په اي انډ جام - امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه. رحمت الله خروټی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سره د یادو سیالیو د لومړي پړاو ټولې لوبې پای ته ورسېدې او د بست او مس عینک زون لوبډلو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه پایلوبې ته لاره موندلې ده چې ټاکل شوې ده، سبا به په همدې لوبغالي کې ترسره شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران