د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند دریم پړاو اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزې سوپرکولا سیالۍ د بست زون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د ملي شل اوریز جام اتلولي خپله کړه.
دریم اي انډ
جام – امید وطن ملي شل اوریزې سوپرکولا سیالۍ د روانې می میاشتې په دویمه نېټه په کندز
کرکټ لوبغالي کې پیل شوې چې پکې مس عینک، بست، بند امیر، امو او سپین غر زون
لوبډلو ګډون درلود. هرې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۸ لوبې ترسره کړې چې له منځه یې بست
او مس عینک لوبډلو د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو پایلوبې
ته لاره ومونده چې نن په کندز کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د دغو سیالیو په وروستۍ پایلوبه کې د بست زون
لوبډلې لومړی توپ اچونه غوره کړه. مس عینک زون لوبډلې د پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه
توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۱۱ منډې جوړې
کړې. د دغې لوبډلې په ګټه ایمل شاهین ډېر ښه وځلېد او ۷۳* ناسوځېدلې
مندې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ لوبډلمشر اعجاز احمدزي ۴۳*، اصغر
اتل ۳۹ او خالد
تڼیوال ۳۴ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بست زون لوبډلې په ګټه زیت
الله شاهین، محب الله همراز، اعجاز الحق نورزي او عبدالله تره خېل یوه-یوه ویکټ
ترلاسه کړه.
د بست زون لوبډلې په پایلوبه کې د نعمان شاه د
بهترینې سلیزې او غوره توپوهنې پرمټ د مس عینک زون لوبډلې د ۲۱۲ منډو
هدف یوازې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړاو د اي انډ جام - ملي شل
اوریزو سوپر کولا سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه نعمان شاه ۱۱۹*،
نجیب الله ځدراڼ ۴۳ او محب الله همراز ۲۱ منډې جوړې کړې.
د دغې لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی نعمان شاه د دریم پړاو اي انډ جام –
امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو په پایلوبه کې د مس عینک لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپوهنه
نندارې ته وړاندې کړه او په ۵۶ توپونو یې د ۱۳ څلوریزو او ۸ شپږیزو پرمټ ۱۱۹* منډې
جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې ستر رول لوباوه چې له امله یې د لوبې
غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د مس
عینک لوبډلې ځوان توپوهونکي کرامت الله په دغو سیالیو کې ۱۸۴ منډې جوړې کړې او د
سیالیو ترټولو ځوان لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د بند امیر زون لوبډلې تکړه
ورو توپ اچوونکي اظهار الحق نوید په ۱۴ ویکټو سره د سیالیو غوره توپ اچوونکی
ونومول شو.
د بست زون لوبډلې
تکړه پیلیز توپوهونکي نعمان شاه بیا د یوې سلیزې او دوه نیمه سلیزو پرمټ د ۵۷.۵۷
منډو په اوسط سره ۴۰۳ منډې جوړې کړې، چې پرمټ یې د دغو سیالیو د غوره توپوهونکي
جایزه ترلاسه کړه. دغه راز د بست زون لوبډلې ځوان الرونډر امیر حمزه بیا په دغو
سیالیو کې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او هم یې ۵ ویکټې ترلاسه کړې چې له امله یې د دریم
پړاو اي انډ جام – امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا سیالیو غوره لوبغاړی ونومول
شو.
دغه سیالۍ په
داسې حال کې پای ته رسېږي چې یوازې ۳ ورځې وروسته د می میاشتې په ۱۷مه نېټه په
ننګرهار ولایت کې د زونونو په کچه سترې لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي، چې د هېواد
د ۵ زونونو لوبډلې به پکې ګډون ولري.
یادونې وړ ده
چې د اي انډ جام - امید وطن ملي شل اوریزو سوپرکولا
سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق له اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت ترلاسه کړي.
دغه راز د مرستیال مالي ملاتړ کوونکي حقوق بیا سوپرکولا ملي شرکت ترلاسه کړي و. د
دوی ټولو ترڅنګ امیر حاجي زاده روغتون په یادو سیالیو کې د روغتیا د برخې د همکار،
وېني د لباس د برخې همکار او افغان ټیلیکام د معلوماتي ټکنالوژي د برخې د همکار په
توګه له افغانستان کرکټ بورډ سره یوځای کار وکړ.