د افغانستان کرکټ بورډ او د سوپرکولا غیرالکولي مشروباتي ملي شرکت ترمنځ د همکار مالي ملاتړي ((Powered by هوکړه لیک د دوو نورو کلونو لپاره هم وغځول شو چې په تړاو یې په افغانستان کرکټ بورډ کې د تړون د لاسلیک مراسم ترسره شول.
په دغه ناسته کې د
دواړو ادارو اجراییوي مشرانو، مسوولینو او د رسنیو همکارانو ګډون درلود چې په لړ
کې یې د همکارۍ هوکړه لیک، لاسلیک شو او د ناستې په پای کې د دواړو ادارو اجراییوي
مشرانو د ادارو په استازیتوب یو بل ته ډالۍ هم ورکړې.
د افغانستان کرکټ
بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دغو مراسمو کې وویل: ((هغه وخت زما ښه په
یاد دی چې په راتګ سره مو مالي ملاتړی نه درلود او چا دې کار ته زړه هم نه ښه
کاوه، خو سوپرکولا ملي شرکت یوازېنی شرکت و چې دې ډګر ته یې راودانګل او د هېواد
له ملي لوبډلې یې مالي ملاتړ وکړ چې دغه کار له شک پرته د دواړو ادارو په ګټه و.))
نوموړي دغه راز
زیاته کړه: ((له ملي لوبډلې څخه د سوپرکولا مالي ملاتړ ډېر ارزښتناک و چې له امله یې
اوسمهال سوپرکولا په بازار کې یو پېژندل شوی نوم دی او له شک پرته د افغانستان
کرکټ بورډ ترڅنګ ترې ټول افغان ولس هم منندوی دی.))
د ښاغلي نصیب خان
په وینا، سوپرکولا هغه شرکت دی چې د کرکټ ترڅنګ یې له نورو ورزشونو او لوبو هم تل
مالي ملاتړ کړی دی چې دغه کار یې رښتیا هم د ستایلو وړ دی او دغه راز له نورو ملي
شرکتونو هم هیله لرو چې د ورزشي ادارو مالي ملاتړ ته راودانګي ځکه دوی له خپلو
لوبډلو مالي ملاتړ کوي او ګټه یې هم بیرته دوی ته ګرځي.
سربېره پر دې د
سوپرکولا ملي شرکت اجراییوی رییس ښاغلي شهاب قناویزیان هم وویل: ((د خوشحالۍ ځای
دی چې نن د راتلونکو دوو نورو کلونو لپاره د افغانستان کرکټ له ملي لوبډلې مالي
ملاتړ کوو او زه په دې ویاړم چې د یوه افغان په توګه له خپلې ملي لوبډلې ملاتړ کوم
او دا کار ماته ویاړ رابخښي.))
نوموړي همدارنګه
وویل: ((باید ووایم چې سوپرکولا یو له هغو ملي شرکتونو څخه دی چې د ګټې ترڅنګ
ورسره د خپلو ځوانانو د هڅونې فکر هم شته دی او موږ د لوبو په هر ډګر کې د هېواد
له ځوانانو ملاتړ کړی دی، بلکې دا خپله وجیبه بولو، ترڅو هېواد مو په بېلابېلو
ډګرونو کې وځلیږي او د افغانستان نوم ښه ورسره یاد شي.))
په پای کې د یادنې
وړ ده چې دغه هوکړه لیک د دوو (۲۰۲۶ او ۲۰۲۷) کلونو لپاره دی چې له مخې به یې د
سوپرکولا ملي شرکت نښان او لوګو د ټولو دوه اړخیزو او اسیایي لوبو په لړ او د
کورني کرکټ په ټولو سیالیو کې د همکار مالي ملاتړي په توګه د ملي او کورني کرکټ د
لوبغاړو پر جامو او لباس لګول کېږي چې سربېره پر دې به ورته په لوبغالو کې هم
تبلیغات کېږي او اړوند نښان به یې کارول کېږي.