د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وځنډېدې
خبرپاڼه
9 دقیقې

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وځنډېدې

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ چې په پام کې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، په سیمه کې د روان وضعیت پراساس د رامنځته شویو لوژستیکي ننګونو او د الوتنو د محدودیتونو له امله د ۲۰۲۶ کال وروستیو میاشتو ته وځنډول شوې.

9 دقیقې

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ چې په پام کې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، په سیمه کې د روان وضعیت پراساس د رامنځته شویو لوژستیکي ننګونو او د الوتنو د محدودیتونو له امله د ۲۰۲۶ کال وروستیو میاشتو ته وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه چې افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره په یوه بشپړه لوبلړۍ کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي چې پکې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ او دغه راز درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې شاملې وې. د مهالوېش له مخې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې د مارچ په ۱۳، ۱۵ او ۱۷مه په شارجه کرکټ لوبغالي کې او دغه راز درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ میاشتې په ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۵مه نېټه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې پلان شوې وې.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ څخه د رسمي اجازه لیک ترلاسه کولو وروسته، په دواړو لوبغالو کې د یادو سیالیو د کوربه توب لپاره ټول چمتووالی نهایي شوی و. خو د فبروري میاشتې په وروستیو او د مارچ میاشتې په لومړیو کې په سیمه کې ځینو ناڅاپي بدلونونو لوژستیکي محدودیتونه رامنځته کړل چې د سفرونو په ترتیباتو او د دې لوبلړۍ په عملیاتي پلانونو یې منفي اغیز وکړ.

افغانستان کرکټ بورډ د دغه وضعیت د کنټرول لپاره د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ، شارجه کرکټ لوبغالي او دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي په شمول له ټولو مهمو ښکېلو اړخونو سره مشورې وکړې، او د مارچ په ۴مه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په رابلل شوې ګډه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د مارچ میاشتې تر څلورمې نېټې پورې صبر وشي او د شرایطو د د ښه کېدو په تمه د وضعیت وڅارل شي. ورپسې د مارچ په ۷مه په بله تعقیبي ناسته کې هم سپارښتنه وشوه چې د وروستۍ پرېکړې لپاره د مارچ تر ۹مې پورې انتظار وشي.

سره له دې چې ټولو خواوو هڅه وکړه ترڅو لوبې په ټاکل شوي وخت ترسره شي، خو لوژستیکي ننګونې له عملیاتي کنټرول څخه بهر پاتې شوې او په پایله کې یې د دې لوبلړۍ د ځنډولو او د نوي مهالوېش پر ټاکلو د غور کولو پرېکړه وشوه.

په دې ټوله پروسه کې د سریلانکا کرکټ بورډ په بشپړه توګه خبر ساتل شوی و او د لوبو د ځنډولو پرېکړه د سریلانکا کرکټ په مشورې او رضایت سره شوې ده. د دغې لوبلړۍ د بیا ترسره کولو لپاره بیا هم د متحده عربي امارات د لومړني کوربه هېواد په توګه په پام کې نیول شوی دی او نوې نېټې به د اړوندو بورډونو او ښکېلو اړخونو ترمنځ له همغږۍ وروسته په مناسب وخت کې اعلان شي.

افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ، د شارجه کرکټ لوبغالي، د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي او د سریلانکا کرکټ بورډ څخه د دې موضوع په حل او د ټولو خواوو د ګټو په ساتلو کې د دوی د دوامداره همکارۍ او ملاتړ له امله د زړه له کومې مننه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې دا سیالۍ په لومړي مناسب فرصت کې ترسره کړي او د سریلانکا کرکټ بورډ سره خپلو پیاوړو اړیکو ته دوام ورکړي.

 

-پای-

سوداګریزه څانګه

د افغانستان کرکټ بورډ

 

ملاتړ کوونکي او همکاران