د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه وټاکل.
تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ، چې له
دې وړاندې یې په شل اوریزو سیالیو کې د مرستیال لوبډلمشر دنده پرمخ بېوله، لوبډله
کې د یوه ستراتیژیک بدلون په توګه د راشد خان پرځای په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د
لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.
چپ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي، الراونډر
ګلبدین نایب او ویکټ ساتونکی محمد اسحاق، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې
د لوبډلې برخه وو، د راتلونکو سیالیو لپاره له لوبډلې کېنول شوي دي.
دغه راز ځوان پیلیز توپوهونکی او ویکټ
ساتونکی نور الرحمن، چپ لاسی ورو توپ اچوونکی شرف الدین اشرف او چپ لاسی چټک توپ
اچوونکی فرید احمد ملک د شل اوریزو سیالیو نوملړ ته اضافه شوي دي. فرید احمد ملک دغه
راز د یو ورځنیو سیالیو لوبډله کې هم ځای خپل کړی دی. د نوموړي ترڅنګ، تکړه ښي
لاسی چټک توپ اچوونکی ضیاءالرحمن شریفي د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو لپاره
لوبډلې ته غوره شوی دی.
د دوی ترڅنګ، بلال سمیع چې په خپله وروستۍ
یو ورځنۍ لوبه کې یې ۵ ویکټې ترلاسه کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و، د
یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې خپل ځای ساتلی دی او ترڅنګ یې د شل اوریزو سیالیو په
احتیاطي لوبغاړو کې هم شامل شوی دی.
د بلال سمیع ترڅنګ، ننګیال خروټی او اعجاز
احمدزی هم د شل اوریزو سیالیو د نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي. دا په داسې
حال کې ده چې بشیر احمد، محمد سلیم ساپی او قیس احمد د یو ورځنیو سیالیو لپاره د احتیاطي
لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي
کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل وویل: ((راشد خان د لوبډلمشر په توګه افغان لوبډلې
ته سترې بریاوې خپلې کړې دي، چې یوه ستره لاسته او تاریخي لاسته راوړنه یې د ۲۰۲۴م
کال شل اوریز نړیوال جام کې غوره بریاو ترلاسه کول او دغه راز د یادو سیالیو نیمه
پایلوبو ته رسېدل هم شامل دي. د افغانستان کرکټ بورډ د اوږدمهاله ستراتیژیک پلان
او د نوي مشر روزونکي د ټاکلو په شمول د لوبډلې په مدیریتي ډله کې بدلون ته په
کتو، موږ پرېکړه وکړه چې د شل اوریزو سیالیو په رهبرۍ کې هم بدلون راولو او د
اوږدمهال پلان له مخې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړو چې دا چاره له شک پرته اړینه وه.))
((ابراهیم ځدراڼ، چې له دې وړاندې د راشد
خان مرستیال و، په یاده بڼه کې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. موږ له راشد خان
نه د هغه د کړیو خدمتونو له امله د زړه له تله مننه کوو، او نوي لوبډلمشر ابراهیم
ځدراڼ ته په نوې دنده کې د لا زیاتو بریاو غوښتنه کوو.))
نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان کرکټ بورډ
د اوږمهاله پلان له مخې، پلان لرو چې د راتلونکو دوه نړیوالو جامونو لپاره لوبډله
چمتو کړو. موږ هیله من یو چې د نوې مدیریتي ډلې تر څارنې لاندې به ملي لوبډله لا
پرمخ ولاړه شي، غوره لوبې به نندارې ته وړاندې کړي او د راتلونکو سترو سیالیو
لپاره به غوره لوبډله او لوبغاړي چمتو کړو.))
د سریلانکا پر وړاندې شل اوریزو سیالیو
لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:
ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او
نورالرحمن ویکټ ساتونکي، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله
عمرزی، محمد نبي، شرف الدین اشرف، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمن، ضیاءالرحمن
شریفي، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی.
احتیاطي لوبغاړي: ننګیال خروټی، بلال سمیع
او اعجاز احمدزی.
د سریلانکا پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو
لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:
حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه مرستیال
لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق
الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، محمد
غضنفر، ضیاءالرحمن شریفي، فرید احمد ملک و بلال سمیع.
احتیاطي لوبغاړي: قیس احمد، محمد سلیم ساپی
او بشیر احمد.
په ورته وخت کې، د افغانستان کرکټ بورډ په سیمه کې روان وضعیت له
نږدې څاري او له ټولو ښکېلو اړخونو سره
په دې اړه په خبرو بوخت دی چې ایا یاده لړۍ په ټاکل شویو نېټو او ځای کې ترسره
کېدی شي که نه. که
څه هم په دې اړه به وروستۍ پریکړه په نږدې دوو ورځو کې وشي، خو د افغانستان کرکټ
بورډ لومړنۍ هڅه او پلان دا دی چې د
متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ او د لوبغالو اړوندو ادارو
سره په همغږۍ، لوبې د
اصلي ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره کړي، خو که بیا هم وضعیت ته په کتو بدلون ته اړتیا وي، افغانستان کرکټ بورډ به د
کوربه هېواد او د لوبو د مهالوېش لپاره پر نورو بدیلو لارو چارو غور وکړي.
د یادونې وړ ده چې اي انډ د یادو سیالیو د عمومي
مالي ملاتړ او دغه راز سوپرکولا د څښاک تولیدي ګروپ د یادو سیالیو د مرستیال مالي
ملاتړ حقوق ترلاسه کړي. دغه راز وېني به د یادو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ
بورډ د لباس د برخې د همکار په توګه مل وي.
پای