د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۲۰۲۶ز کال د اسیایي سیالیو (Asian Games 2026) لپاره چې دا ځل په جاپان هېواد کې ترسره کېږي، افغان ابدالیان لوبډله وټاکله چې د الف لوبډلې ۱۵ لوبغاړي ورته غوره شوي دي چې لوبډلمشري يې درویش رسولي پر غاړه لري.
په یاده لوبډله کې درویش رسولي (لوبډلمشر)، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی) حسن عیسی خېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب
الله ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمان ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی
شامل دي.
هېره دې نه وي چې ۲۰ پړاو اسیايي لوبې دا ځل د جاپان هېواد
په ایچي او ناګویا ښارونو کې ترسره کېږي چې د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې به پیل
شي او د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ اونۍ پورې به دوام ومومي.
دا په داسې حال ده چې په یادو سیالیو کې ۱۱ ډوله لوبې شاملې دي چې افغانستان پکې د نورو ورزشونو ترڅنګ د کرکټ په
ډګر کې هم ګډون لري.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به په یادو سیالیو
کې په خپل ګروپ کې له جاپان او نیپال سره د سیالیو ډګر ته ښکته شي او له بریا
وروسته به بل پړاو ته لاره بیامومي چې تېر کال یې په پایلوبه کې د باران له امله د
لوبې د بې پایلې کېدو په پایله کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړی و.