د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم ایرلنډ ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادې لوبډلې پر وړاندې یې د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۴-۰ بریا خپله کړه.
د لوبلړۍ د وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر
رحمت شاه زرمتي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې له دې
وړاندې د یادې لوبلړۍ جام ۳-۰ په خپل نوم کړی و، نو د وروستۍ لوبې لپاره یې لوبډله
کې درې بدلونونه راوستلي و. راشد خان، دروېش رسولي او یمین احمدزي ته ارام ورکړل
شوی و، او پرځای یې درې نور خوان لوبغاړي ننګیال خروټي، اکرام علي خېل او محمد
سلیم ساپي ته په یوولس کسیز نوملړ کې موقع ورکړل شوې وه.
ایرلنډ لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ زیان
سره ۲۹۸ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۹۹ منډو
هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۳، غضنفر
۲، ننګیال خروټي او محمد سلیم ساپي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
عظمت الله عمرزي د خپلې لومړۍ ویکټې په اخیستو سره په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو
کې ۵۰ ویکټې هم بشپړې کړې او اتم افغان لوبغاړی شو چې د ویکټو شمېر یې دغه سرحد
ته رسېږي. نوموړي دغه کارنامه په خپله ۴۷مه نړیواله پاڼۍ کې، د نږدې ۲۹ منډو
په اوسط سره، په خپل نوم ثبت کړه، چې په یوه پاڼۍ کې یې تر ټولو غوره توپ اچونه د ۵۸ منډو
په بدل کې د ۵ ویکټو ترلاسه کول دي.
افغان لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې ښه پیل ونکړ او خپل پیلیز توپوهونکي
رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ یې په ۲۲ منډو کې له لاسه ورکړل. له دې وروسته
لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي او صدیق الله اتل بهترینه توپوهنه پیل کړه او د دریمې
ویکټې لپاره یې د ۲۰۱ منډو خورا عالي ملګرتیا وکړه. صدیق الله اتل په ۱۱۲ توپونو
د ۷ څلوریزو او درې شپږیزو پرمټ ۹۸ منډې جوړې کړې خو له خپلې پرلپسې دویمې او په
یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د خپلې دریمې سلیزې یوازې دوه منډې وړاندې له ډګره
بهر شو.
رحمت شاه زرمتي له دې وروسته له عظمت الله عمرزي سره خپلې ملګرتیا ته دوام
ورکړ او په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې خپله شپږمه سلیزه بشپړه کړه. دا له
نږدې ۶ کلونو وروسته د نوموړي لومړنۍ سلیزه وه. زرمتي له دې وړاندې د ۲۰۲۱م کال په
جنوري میاشت کې د همدې ایرلنډ پر وړاندې د لوبلړۍ په دریمه لوبه کې سلیزه جوړه کړې
وه.
نوموړي نن د لوبډلمشرۍ مسوولیت په خورا ښه توګه اداء کړ او ۱۴۳* منډې یې
جوړې کړې او تر پایه یې خپله ویکټ له لاسه ورنکړه. د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي
هم په خورا مهم کې ۲۴ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه اداء
کړه. د دې ټولو غوره کارکردګیو پرمټ افغان لوبډلې د ایرلنډ د ۲۹۹ منډو هدف د خپلو
۴ لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۴۹ اور کې ترلاسه کړ او د وروستۍ لوبې په ګټلو
سره یې د لوبلړۍ جام هم د ۴-۰ په توپیر په خپل نوم کړ.
لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی د خپلې غوره توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی
ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان د دغې
لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومو شو. نوموړي په درې سیالیو کې ۱۲ ویکټې
ترلاسه کړې او هم یې په توپوهنه کې ۵۰ منډې جوړې کړې وې، چې پرمټ یې د افغانستان او ایرلنډ
ترمنځ د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې دا لوبه د حشمت الله شهیدي لپاره هم ځانګړې وه. نوموړی
له محمد نبي، رحمت شاه، راشد خان او اصغر افغان وروسته پنځم افغان لوبغاړی شو چې د
افغانستان په استازیتوب ۱۰۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. شهیدي تر دې
مهاله په ۹۸ پاڼیو کې د نږدې ۳۴ منډو په اوسط سره د یوې سلیزې او ۲۲ نیمه
سلیزو پرمټ ۲۶۸۱ منډې جوړې کړې دي.
په دې سره د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو
لوبلړۍ پای ته ورسېده. افغان اتلان به په راتلونکو نږدې ورځو کې بېرته هېواد ته
ستانه شي او نږدې یوه میاشت وروسته به د هندوستان پر وړاندې د درې شل اوریزو
نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې مخامخ شي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې سپټمبر میاشتې له
۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې د هندوستان په پلازمېنه ډهلي کې ترسره شي.