افغانستان کرکټ بورډ د اسد یا زمري میاشتې د ۲۴مې نېټې (د خپلواکۍ ورځې) په پار د هېواد د پلازمېنې په ګډون په پنځو ولایتونو کې د کرکټ لس اوریزې سیالۍ ترسره کوي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د خپلواکۍ اتلانو او د یووالي اتلانو د لوبډلو ترمنځ په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې په ژوندۍ بڼه به هم خپریږي او د کرکټ مینه وال به وکولی شي، ترڅو له ټکټ پرته په دغو سیالیو کې په وړیا توګه ګډون وکړي.
سربېره پر دې به د هېواد په څلورو نورو ولایتونو (کندهار، خوست، ننگرهار او کندز) کې هم دغه ورځ د شنبې په ورځ د کرکټ د لوبې په ترسراوي سره ونمانځل شي چې د کرکټ مینه وال به ورته لوبغالو ته راوبلل شي چې په دوو-دوو لوبډلو کې به پکې بېلابېل لوبغاړي ګډون وکړي چې دغه سیالۍ به د ماسپښین له خوا ۳:۰۰ بجې پیل شي.
باید وویل شي د جمعې ورځې د لوبې لپاره چې ټاکل شوې په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې د سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي، د عمران میر او اعجاز احمدزي په لوبډلمشرۍ دوه لوبډلې جوړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې دغه لس اوریزه لوبه به د سهار په ۹ بجو په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې پیل شي، چې ورپسې به د شنبې په ورځ په خوست، ننګرهار، کندز او کندهار ولایتونو کې هم د اړوندو ولایتونو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.
هېره دې نه وي چې د خپلواکۍ ورځې دغه لس اوریزه سیالي به په کابل کرکټ لوبغالي کې د ملي سپورت تلویزیون او افغان کرکټ بورډ د یوټیوب چېنل له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي او د کرکټ مینه وال به په وړیا ډول په لوبغالي کې ګډون وکړای شي.