د یووالي اتلانو د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د خپلواکۍ اتلانو لوبډلې ته د ۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت دغه یوازېنۍ لس اوریزه لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
د دغې لوبې پچه د یووالي اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې په ټاکل شویو ۱۰ اورونو کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه هارون خان ۵۴*، اعجاز احمدزي ۳۷*، نورالرحمن ۳۱ او محمد اکرم ۱۵ منډې جوړې کړې. دغه راز د خپلواکۍ اتلانو لوبډلې په ګټه زاهد افغان دوه او سید خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د خپلواکۍ اتلانو لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۱۶ منډې جوړې کړې او د ۴۶ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه. د دغې لوبډلې په ګټه عمران میر ۵۰ او فیصل خان شینوزاده ۲۶ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د یووالي اتلان لوبډلې په ګټه عرب ګل مومند ۴، امیر ځاځي، لعل باز او کامل کاکړ دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې یادې لوبډلې د ۴۶ منډو په توپیر سره په دغه یوازېنۍ لس اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه.
عرب ګل مومند د خپلې غوره توپ اچونې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې په دې سره په کابل ولایت کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت سیالي پای ته ورسېده، چې ورپسې به سبا د شنبې په ورځ د هېواد په پاتې څلورو زونونو، مس عینک، بست، امو او سپین غر، کې د اړوند ولایتونو د غوره لوبغاړو ترمنځ لس اوریزې سیالۍ ترسره شي.