کابل، د ۲۰۲۶ کال د جولای ۲۹مه: افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول شین مکډرمټ د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې د نوي مرستیال روزونکي په توګه وټاکه، چې د ډګرساتنې د روزونکي دنده به هم پرمخ وړي. ټاکل شوې ده چې مکډرمټ د اګست په لومړۍ نېټه، له ایرلنډ سره د افغانستان د راتلونکو پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ مخکې، له ملي لوبډلې سره یوځای شي.
شین مکډرمټ
د درېیمې کچې د روزنې سند لري او په خپله نوې دنده کې پراخه
تجربه له ځان سره راوړي. نوموړي د ۲۰۲۴ز کال له
جنوري، د ۲۰۲۵ز کال تر
جولای پورې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې او په دې وروستیو کې یې
د ۲۰۲۵ز
کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ز کال تر جولای پورې د
پاکستان کرکټ بورډ له ملي لوبډلې سره هم په یادې دندې
کې کار کړی دی.
نوموړی له ۲۰۱۹م
څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د سریلانکا د نارینهوو د
ملي لوبډلې د ډګر د ساتنې
روزونکی و او په همدې موده کې یې د سریلانکا الف لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم
دنده ترسره کړې ده. په بنګلهدېش او سریلانکا کې له خپلو دندو وړاندې، مکډرمټ له ۲۰۱۲م څخه تر ۲۰۱۹م
کال پورې د اسټرالیا کرکټ په ملي کرکټ مرکز کې د ملي لوبډلې د لنډمهالي مرستیال
روزونکي او د ډګر ساتنې روزونکي او همدارنګه د ملي الف لوبډلې د لنډمهالي شنونکي
او د ډګر ساتنې د روزونکي
په توګه دندې
ترسره کړې دي.
نوموړي د کرکټ نړیوالې شورا په مهمو سیالیو کې هم د بېلابېلو روزنیزو
ډلو د غړي په توګه ونډه اخیستې ده، چې پکې د نارینهوو د یو ورځنیو سیالیو د ۲۰۲۳ز کال نړیوال جام او د ۲۰۲۲ز کال د نارینهوو د شل اوریزو نړیوال جامونو پړاونه شامل دي.
پای