د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د افغان توپوهونکو او توپ اچوونکو د خورا عالي لوبې او مبارزې او د لوبې په ټولو پنځو ورځو کې له خورا عالي کرکټ او غوره مقابلې وروسته بې پایلې پای ته ورسېده.
د دغې لوبې پچه سیالې زمبابوې لوبډلې وګټله
او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبغاړي د
لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې له یوې سختې ننګونې سره مخ شول، ځکه سیالې زمبابوې لوبډلې یوه نیمه ورځ توپوهنه وکړه او په ځپله
لومړۍ پاڼۍ کې یې ۵۰۴ منډې جوړې کړې د افغان لوبډلې په ګټه قیس احمد او محمد سلیم ساپي ۳-۳، ضیاءالرحمن اکبر ۲، ضیاءالرحمن شریفي او حشمت الله شهیدي یوه
ویکټ ترلاسه کړه.
افغن لوبډلې د زمبابوې
پر وړاندې د یادې ټېسټ لوبې په دویمه پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ټولو
لوبغاړو په زیان سره یې ۵۱۴ منډې جوړې کړې او په دې ترتیب سره یې د سیالې
لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ د ۵۰۴ منډو څخه ۱۰ منډې مخکېوالی
ترلاسه کړ. رحمن الله ځدراڼ د افغانستان لپاره په ټېسټ
لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه یادګاري ثابت کړه او د ۱۱۳ منډو په جوړولو سره یې په زړه
پورې سلیزه جوړه کړه. په دې سره نوموړی له عصمت عالم وروسته دویم افغان لوبغاړی شو
چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه جوړوي.
صدیق الله اتل هم د خپلې ښې توپوهنې لړۍ ته
دوام ورکړ او د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره یې په ټېسټ سیالیو کې خپله دویمه پرلپسې
سلیزه ثبت کړه. د افغان لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه هم په زړه پورې توپوهنه وکړه او
د ۱۷۳ منډو په جوړولو سره یې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله او د افغان لوبډلې د
منډو په لوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
د دوی ترڅنګ افغان لوبډلې په ګټه اکرام علي
خېل ۴۰، قیس احمد ۲۷ او ضیاءالرحمن اکبر ۱۵ منډې هم جوړې کړې. دغه راز رحمت شاه او
ضیاءالرحمن اکبر د اتمې ویکټې لپاره د ۹۲ منډو مهمه ملګرتیا وکړه، چې له امله یې
افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ مخکښوالی ترلاسه کړ.
سیالې زمبابوې لوبډلې د لوبې په څلورمه ورځ د
خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړه او د همدې ورځې ترپایه یې خپل درې لوبغاړي له
لاسه ورکړل. افغان لوبډلې هڅه وکړه چې د سیالې لوبډلې پاتې لوبغاړي هم ژر له ډګره
بهر کړي او دغه لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي، خو سیالو لوبغاړو هم خورا ښه
توپوهنه وکړه او د پنځمې ورځې تر پایه یې توپوهنه وکړه، چې په پایله کې یې د دواړو
لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان په ګټه ضیاءالرحمن اکبر ۲، محمد
سلیم ساپي او عبدالمالک یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د زمبابوې لوبډلې تکړه او مجرب لوبغاړی
برېنډن ټېلر چې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۳۱ او دویمه پاڼۍ کې ۸۲ منډې جوړې
کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ افغان لوبډلمشر رحمت شاه
زرمتي په دغه لوبه کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې د لوبې د بدلوونکي لوبغاړي
جایزه ترلاسه کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو د
لوبلړۍ دویمه او وروستۍ لوبه به د نومبر په ۱۳مه نېټه په همدې شارجه کرکټ لوبغالي کې
پیل شي.