د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې په خپله دریمه لوبه کې د یوې خورا غوره لوبې پرمټ سریلانکا ته هم ماتې ورکړه او د ۲۰۱۹م کال وروسته یې د لومړي ځل لپاره د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته یې لاره ومونده.
د دغې لوبې پچه سیالې سریلانکا لوبډلې وګټله
او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلېد دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان
سره ۲۷۵ منډې جوړې کړې او سیالې سریلانکا لوبډلې ته
یې د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګته
سبحان الله ۱۰۷، عابدالله عابد ۵۵، فیصل مبارز ۳۳ او طاهر
سروري ۳۲ منډې جوړې کړې.
افغان ځوانانو له غوره
توپوهنې وروسته بهترینه توپ اچونه او ډګرساتنه هم نندارې ته وړاندې کړه او د سیالې
لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۵۰ منډو له ډګره بهر کړل او په دې ترتیب سره یې د ۱۲۵
منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه
نورعلي نیازي یو ځل خورا عالي لوبه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ
امیر حمزه ۲، لوبډلمشر سهیل خان او محمد علي بارکزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
سبجان الله ذاخېل د
خپلې غوره توپوهنې پرمټ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
په دې سره افغان
لوبډلې د ۲۰۲۶م کال اسیا جام سیالیو په ترڅ کې خپلې درې واړه لوبې په بریا سره پای
ته ورسولې او د خپل ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه یې د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته
لاره ومونده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به یې د لومړي ګروپ د دویم مقام لرونکې
لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.