د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې هم بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د مالیزیا نوولس کلنې لوبډلې ته یې د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی
یې په خپله د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې غوره او هر اړخیزې توپ
اچونې په پایله کې د مالیزیا نوولس کلنه لوبډله یوازې په ۴۲ منډو له ډګره
بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه نورعلي نیازي ۶، امیر حمزه ۲ او بلال سلیمانخېل یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان ځوانانو یاد هدف
له زیانه پرته یوازې په ۳ اورونو کې بشپړ کړ او د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر سره یې
بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه فرید الله احساس په ۱۱ توپونو ۲۶* او
عابدالله په ۷ توپونو ۱۵* منډې جوړې کړې او افغان لوبډله یې د لسو ویکټو په توپیر
سترې بریا ته ورسوله.
د افغان ځوانانو تکړه ښي
لاسي چټک توپ اچوونکي نورعلي نیازي په دغه لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه. نوموړي
۹.۳ اورونه وکړل او د ۵ اورونو په مېډن
کولو سره یې د یوازې ۷ منډو په بدل کې ۶ سیال لوبغاړي
له ډګره بهر کړل او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا په روانو اسیا جام
سیالیو کې د افغان لوبډلې پرلپسې دویمه بریا شمېرل کېږي. افغان لوبډلې د یادو
سیالیو په لومړۍ ورځ بنګله دېش ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او د
راتلونکې دوشنبې په ورځ به په لومړي پړاو کې د خپلې دریمې او وروستۍ لوبې په موخه
د سریلانکا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.