د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د سریلانکا او هند الف لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې په نهمه نېټه په سریلانکا هېواد کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.
دغه سیالۍ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د
سریلانکا په ډمبولا ښار کې پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به یې د هند الف لوبډله د
سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. افغان لوبډله به په دغو
سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند پر وړاندې ترسره کړي،
چې ورپسې به د جون میاشتې په ۱۳مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر
ته ښکته شي.
د یو ورځنیو
سیالیو په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې ترسره
کړي چې د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د جون میاشتې په ۲۱مه نېټه کېدونکې
پایلوبې ته لاره ومومي.
د درې اړخیزې
لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ: عمران میر (لوبډلمشر)، نورالرحمن او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، خالد تڼیوال،
حسن عیسی خېل، اعجاز احمدزی، بهیر شاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، شمس الرحمن،
فرمان الله ساپی، خلیل ګربز، ظاهر خان پکتین، فریدون داودزی، محمد ابراهیم
عبدالرحیمزی او عبدالله احمدزی.
د سیالیو
مهالوېش:
|
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
|
د جون نهمه نېټه |
سریلانکا الف د هند الف پر وړاندې |
ډمبولا |
|
د جون ۱۱مه نېټه |
افغانستان الف د هند الف پر وړاندې |
ډمبولا |
|
د جون ۱۳مه نېټه |
افغانستان الف د سریلانکا الف پر وړاندې |
ډمبولا |
|
د جون ۱۵مه نېټه |
سریلانکا الف د هند الف پر وړاندې |
ډمبولا |
|
د جون ۱۷مه نېټه |
افغانستان الف د هند الف پر وړاندې |
ډمبولا |
|
د جون ۱۹مه نېټه |
افغانستان الف د سریلانکا الف پر وړاندې |
ډمبولا |
|
د جون ۲۱مه نېټه |
پایلوبه |
ډمبولا |
پای
د افغانستان
کرکټ بورډ سوداګریزه څانګه