افغان ابدالیانو هند ته ماتې ورکړه
نړیوال
4 دقیقې

افغان ابدالیانو هند ته ماتې ورکړه

افغان ابدالیان لوبډلې د سریلانکا په کوربتوب د الف لوبډلو په درې اړخیزه لوبلړۍ په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د یوې غوره لوبې په پایله کې یې د هندوستان الف لوبډلې ته د ډي ایل سیسټم له مخې د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

4 دقیقې

افغان ابدالیان لوبډلې د سریلانکا په کوربتوب د الف لوبډلو په درې اړخیزه لوبلړۍ په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د یوې غوره لوبې په پایله کې یې د هندوستان الف لوبډلې ته د ډي ایل سیسټم له مخې د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر عمران میر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سیالې هندۍ لوبډلې ډېره ښه توپوهنه وکړه او چټکې منډې یې جوړې کړې. دغې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۴۹ مندې جوړې کړې، چې پرمټ یې افغان لوبډلې ته د ۳۵۰ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه عبدالله احمدزي غوره توپ اچونه وکړه او ۵ سیال لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. د نوموړي ترڅڼګ فرمان الله ساپي ۳ او عمران میر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دغه لوبه چې په لومړۍ پاڼۍ کې هم د ورښت له امله ځنډېدلې وه، د دویمې پاڼۍ له پیل وړاندې یو ځل بیا له ځنډ سره مخ شوه، چې له پیلېدو سره سم ۳۸ اورونو ته کمه شوه او د ډي ایل سیسټم له مخې افغان لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف وټاکل شو.

افغان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې پر وړاندې په دویمه پاڼۍ کې په زړه پورې توپوهنه وکړه او د ۲۵.۵ اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې وروسته لوبه د دریم ځل لپاره د باران له امله وځنډېده. د پرلپسې ورښت له امله، لوبه بېرته پیل نه شوه او د ډي ایل سیسټم له مخې د افغان لوبډله له سیالې لوبډلې څخه ۴ منډې مخکې وه، چې په پایله کې دغه مهمه لوبه د ۴ منډو په توپیر د افغان ابدالیانو په ګټه پای ته ورسېده.

د افغان لوبډلې په ګټه لوبډلمشر عمران میر ۷۵*، بهیر شاه محبوب ۵۱* او حسن عیسی خیل ۳۴ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه اداء کړه. افغان لوبډلمشر عمران میر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې بریا سره افغان لوبډلې د سریلانکا په کوربتوب د الف لوبډلو ترمنځ په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپل سفر په سترې بریا سره پیل کړ. افغان ابدالیان به په خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې شنبې په ورځ د کوربه سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران