یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ سیالۍ پیلېږي
کورني
7 دقیقې

یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ، پیلېږي. د مهالوېش له مخې به د دغو سیالیو یوولسم پړاو د راتلونکې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به په یاد ولایت کې دوام ومومي.

7 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ، پیلېږي. د مهالوېش له مخې به د دغو سیالیو یوولسم پړاو د راتلونکې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به په یاد ولایت کې دوام ومومي.

دا د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې سیالۍ له کابل څخه بهر په بل ولایت کې ترسره کېږي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې به دفاعي اتله امو نهنګان لوبډله د بند امیر ښامارانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د دغو دوو لوبډلو ترڅنګ به بست ساتونکي، مس عینک اتلان او سپین غر زمریان هم په یادو سیالیو کې ګډون ولري.

د سیالیو د بڼې له مخې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. په ټوله کې به د ۱۴ ورځو په موده کې ۲۱ لوبې ترسره شي او په پای کې به یې دوه مخکښې لوبډلې د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه سترې پایلوبې ته لاره ومومي.

د یادونې وړ ده چې د دې سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق «ای انډ (e&) شرکت ته او د مرستیال مالي ملاتړي حقوق، د یوه اوږدمهاله تړون له مخې سوپر کولا څښاک تولیدي شرکت ته ورکړل شوي دي. پر همدې بنسټ، دغه لوبې به د «اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ» په نوم یادېږي.

د کورني کرکټ دغه سترې شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې چې له هغه راهیسې یې لس پړاوونه ترسره شوي دي او سږکال به یې یوولسم پړاو سیالۍ ترسره کېږي. سپین غر پړانګان لوبډلې ۳ ځلې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده، دغه راز امو نهنګان، مس عینک اتلان او کابل بازان لوبډلو دوه-دوه ځلې دغه سیالۍ په خپلې اتلولۍ پای ته رسولې دي. بند امیر ښاماران بیا یوازېنۍ لوبډله ده چې یو ځل یې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د کورني کرکټ، لوبغاړو او په ټوله کې د افغانستان د کرکټ د ودې او پرمختګ په برخه کې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی، او لا هم د هېواد د کرکټ د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکوي.

پای

د افغانستان کرکټ بورډ سوداګریزه څانګه

 

 

ملاتړ کوونکي او همکاران