افغانستان کرکټ بورډ په خوست ولایت کې د ازبکستان ملي لوبډلې کوربه توب کوي
نړیوال
7 دقیقې

افغانستان کرکټ بورډ په خوست ولایت کې د ازبکستان ملي لوبډلې کوربه توب کوي

افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ په ترڅ کې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د یوې شل اوریزې لوبې لپاره د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. ټاکل شوې ده چې دغه یوازېنۍ شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په منځ کې ترسره شي.

یاده لوبه د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا او ملاتړ د تړون له مخې ترسره کېږي، چې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر میاشتې په لومړیو کې د دواړو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی و.

د افغان ایلېون او د ازبکستان د ملي لوبډلې ترمنځ دغه دوستانه شل اوریزه سیالي به د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د سهار په ۹:۰۰ بجو پیل شي. لوبه به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او په هېواد دننه او بهر کې به د بېلابېلو تلویزیوني او ډیجیټلي رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د یادونې وړ ده چې د افغان ایلېون لوبډلې نوملړ به وروسته وټاکل شي او له ټاکل کېدو وروسته به په رسمي توګه اعلان شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان وویل: ((افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې د ازبکستان په څېر د کرکټ له نويو او مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ وکړي او خپلې تجربې او تخنیکي وړتیاوې ورسره شریکې کړي. افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د ظرفیت لوړونې پروګرامونو له لارې د ازبکستان د کرکټ فدراسیون غړو او یو شمېر لوبغاړو ته روزنیز ورکشاپونه برابر کړي دي. همدارانګه له دې وړاندې د ازبکستان یو شمېر چټکو توپ اچوونکو ته هم د افغانستان کرکټ بورډ د چټکو توپ اچوونکو په ځانګړي کمپ کې د روزنې او پرمختګ فرصتونه برابر شوي وو.))

نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان په اړه د ازبکستان پالیسي تل دوستانه پاتې شوې ده او په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو په طبي، سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې دي. موږ باور لرو چې د کرکټ د ودې او پراختیا په برخه کې د نږدې همکاریو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ټینګې او پراخې شي.))

ملاتړ کوونکي او همکاران