د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
خبرپاڼه
22 دقیقې

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ او دغه راز د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

22 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د  لوبلړۍ او دغه راز د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

افغان اتلان به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د یادې لوبلړۍ په پای کې افغان لوبډله په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته سفر وکړي.

د افغان لوبډلې پیاوړی او تجربه لرونکی لوبغاړی ګلبدین نایب، چې د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې سیالیو کې د لوبډلې برخه نه و، لوبډلې ته راګرځېدلی دی. د نوموړي ترڅنګ نوین الحق چې له اوږدې مودې راهیسې د اوږې د ټپ له امله له سیالیو بهر و، بیا ځلې لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

د دوی ترڅنګ، چپ لاسی توپوهونکی شاهدالله کمال او ویکټ ساتونکی توپوهونکی محمد اسحاق هم په لوبډله کې اخیستل شوي دي. ځوان او تکړه چټک توپ اچوونکی عبدالله احمدزی چې په دې وروستیو کې یې د افغان لوبډلې په ګټه ګڼ شمېر لوبې ترسره کړې، هم لوپډله کې خپل ځای ساتلی دی. دغه راز تکړه چپ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي چې د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ونه لوبېد او زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کې یې هم یوازې یوه لوبه وکړه، هم د راتلونکو سیالیو لپاره لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دې اړه وویل: ((افغان اتلانو په تېر شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې بهترینې لوبې ترسره کړې. موږ له هغو لوبو غوره خاطرې لرو او هیله من یو چې په راتلونکي نړیوال جام کې لا غوره پایلې ترلاسه کړو. موږ دغه راز له نړیوال جام وړاندې د ویسټ انډیز کوربه توب کوو او ډاډه یو چې دغه لوبلړۍ به د افغان لوبډلې په تیاریو کې غوره رول ولوبوي او افغان لوبډله به له بشپړ چمتووالي سره په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.))

سربېره پر دې، د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي احمد شاه سلیمانخېل هم وویل: ((موږ د افغان لوبډلې د ټاکلو په اړه تېرو څو ورځو کې له اړوند کسانو سره ژور بحثونه وکړل چې په پایله کې مو یې دغه لوبډله وټاکه. ګلبدین نایب د غټو سیالیو ښه لوبغاړی دی چې د نوموړي بېرته راتګ ښه خبره ده. د نوموړي ترڅنګ موږ د نوین الحق لپاره هم خوښ یو چې په راتګ سره یې زموږ د چټکې توپ اچونې برخه نوره هم پیاوړې شي.))

نوموړي زیاته کړه: ((په ۱۵ کسیز نوملړ کې د غضنفر نه ټاکل سخته پرېکړه وه، چې پرځای بل پیاوړی توپ اچوونکی یې مجیب الرحمن ټاکل شوی دی. شاهدالله کمال په تېرو څو پړاوه کورنیو سیالیو کې ډېر ښه ځلېدلی دی او موږ ته د یو چپ لاسي توپوهونکی اپشن هم راکوي چې په سترو سیالیو کې ډېر پکارېږي.))

د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:

راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی.

د دوی ترڅنګ غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاءالرحمن شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډلې کې ټاکل شوي دي.

افغان اتلان د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا لوبډلو سره ځای لري او د مهالوېش له مخې به په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د سیالیو مهالوېش:

نېټه

لوبه

لوبغالی

د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو مهالوېش

د جنوري ۱۹مه نېټه

لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه

متحده عربي امارات

د جنوري ۲۱مه نېټه

دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه

متحده عربي امارات

د جنوري ۲۲مه نېټه

دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه

متحده عربي امارات

په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د سیالیو مهالوېش:

د فبرورۍ اتمه نېټه

افغانستان د نیوزیلنډ پر وړاندې

چنای

د فبرورۍ ۱۱مه نېټه

افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې

احمداباد

د فبرورۍ ۱۶مه نېټه

افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې

ډهلي

د فبرورۍ ۱۹مه نېټه

افغانستان د کاناډا پر وړاندې

چنای

 پای

ملاتړ کوونکي او همکاران