وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي
کورني
7 دقیقې

وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني پلان له مخې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په پنځمه نېټه ۱۷م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

7 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني پلان له مخې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په پنځمه نېټه ۱۷م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

د کورني کرکټ په دغو سترو ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۲۲ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځ ۳۳ سیالۍ ترسره شي. د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د ننګرهار، لوګر، کابل الف، خوست ب، د کورني کرکټ دویمه لوبډله او چېرمېن ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې د کورني کرکټ لومړۍ، اې سي بي ایلېون، ننګرهار ب، کندهار الف، پکتیکا او خوست لوبډلې شاملې دي. باید وویل شي چې د لومړي ګروپ سیالۍ د ننګرهار ولایت په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي او د دویم ګروپ سیالۍ د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پلان شوې دي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یوځل مخ شي او په ټوله کې به ۵ سیالۍ ترسره کړي چې له منځه به یې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۶م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د کابل الف، ننګرهار، ننګرهار ب، لوګر، خوست، خوست ب، پکتیکا او کندهار الف لوبډلو له تېرو دویمه درجه ولایتي سیالیو لاره موندلې وه. دغه راز دغو سیالیو ته د چېیرمېن ایلیون، اې سي بي ایلېون او د کورني کرکټ لومړۍ او کورني کرکټ دویمې لوبډلې په نوم څلور نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره اضافه کېږي چې په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لاره نه ده موندلې.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې په دغو سیالیو کې د کورني کرکټ قرارداد لرونکو لوبغاړو ترڅنګ د لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو یو شمېر مخکښ لوبغاړي هم دغو سیالیو ته غوره کړي دي ترڅو د دویمه درجه ولایتي سیالیو له ځوانو لوبغاړو سره یو ځای په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ولوبېږي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مشر ښاغلی نظیم جار عبدالرحیمزي په دې اړه خوښي وښوده چې د نوي کال کورني کرکټ سیالیو ته غوره چمتووالی نیول شوی دی. نوموړی په همدې اړه زیاته کړه: ((دویمه درجه ولایټي سیالۍ په خورا کامیابه بڼه ترسره شوې او موږ ته یې ډېر غوره لوبغاړي په لاس راکړل چې د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره ښه زیری دی. په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې به دا ځل له پخوا ډېر د لېسټ اې او فرسټ کلاس کرکټ سیالیو لوبغاړي ولوبېږي. موږ په هېواد کې د کرکټ پرمختګ ته ژمن یو او هڅه کوو چې د کورني کرکټ پیاوړی جوړښت ولرو تر څو ملي لوبډلې ته پیاوړي او په تول پوره لوبغاړي ورکړو او په راتلونکي کې ځوانې او پیاوړې ملي لوبډلې ولرو.))

د یادونې وړ ده چې اې سي بي ایلېون لوبډلې د ۲۰۲۵م کال لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. دا به د نوی سیزن دویم کورنی ټورنمنټ وي چې ورپسې به کڼ شمېر نورې کورنۍ سیالۍ هم ترسره شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران