افغان نوولس کلنه لوبډله د زمبابوې په کوربه توب په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي
خبرپاڼه
15 دقیقې

افغان نوولس کلنه لوبډله د زمبابوې په کوربه توب په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي

افغان نوولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله په روانه دسمبر میاشت کې د زمبابوې په کوربه توب د درې هېوادونو ترمنځ د نوولس کلنو لوبغاړو په لوبلړۍ کې ګډون کوي چې د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ د روانې دسمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي او د راتلونکې چنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به د زمبابوې په هرارې ښار کې دوام ومومي.

15 دقیقې

 افغان نوولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله په روانه دسمبر میاشت کې د زمبابوې په کوربه توب د درې هېوادونو ترمنځ د نوولس کلنو لوبغاړو په لوبلړۍ کې ګډون کوي چې د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ د روانې دسمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي او د راتلونکې چنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به د زمبابوې په هرارې ښار کې دوام ومومي.

افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د دسمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د کوربه زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي چې ورپسې به خپله دویمه لوبه کې د همدې میاشتې په ۲۷مه نېټه د پاکستان د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډله به د یادو لوبډلو پر وړاندې یوه-یوه بله لوبه هم ترسره کړي. د یادو سیالیو په ترڅ کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي او د لومړي پړاو په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې پایلوبې ته لاره ومومي چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه به ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دې اړه وویل: ((موږ د راتلونکي نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې چمتووالي ته بشپړه پاملرنه لرو او په دې برخه کې مو د افغان لوبډلې لپاره په بنګله‌ دېش او هند کې غوره لوبلړۍ هم برابرې کړې، چې پکې افغان لوبډلې خورا ښې لوبې هم ترسره کړې))

نوموړي زیاته کړه: ((په اسیا جام سیالیو کې افغان لوبډلې د هیلو خلاف پایلې ترلاسه کړې، خو له دې سره سره موږ هیله‌ من یو چې افغان لوبډله به په نړیوال جام سیالیو کې غوره لوبې ترسره کړي. په زمبابوې کې د کوربه زمبابوې او پاکستان پر وړاندې دغه درې اړخیزه لوبلړۍ به زموږ لوبغاړو ته ډېره ښه موقع برابره کړي، ترڅو د نړیوال جام د کوربه هېواد له لوبیزو حالاتو سره ځانونه بلد کړي او په نړیوال جام سیالیو کې له بشپړ چمتووالي سره ګډون وکړي.))

افغان لوبډله دا مهال د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د کرکټ اسیايي شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو کې بوخته ده او د نیپال پر وړاندې له خپلې وروستۍ لوبې وروسته به زمبابوې ته په یاده درې ‌اړخیزې لوبلړۍ کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

د زمبابوې په کوربه توب د درې اړخیزه لوبلړۍ لپاره د افغان ځوانانو مهالوېش:

نېټه

لوبه

لوبغالی

د دسمبر میاشتې ۲۵مه نېټه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې

هرارې

د دسمبر میاشتې ۲۷مه نېټه

افغانستان د پاکستان پر وړاندې

هرارې

د دسمبر میاشتې ۳۱مه نېټه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې

هرارې

د جنورۍ میاشتې دویمه نېټه

افغانستان د پاکستان پر وړاندې

هرارې

د جنورۍ میاشتې شپږمه نېټه

پایلوبه

هرارې

 پای

ملاتړ کوونکي او همکاران