د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ اسیايي شورا د نوولس کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو په لړ کې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې نیپال ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او روانو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. افغان
لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په
۱۲۴ منډو کې له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه زیت الله شاهین ۳،
عبدالعزیز خان، نصرت الله نورستاني او واحدالله ځدراڼ دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.
افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او یاد هدف یې په
۲۷م اور کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا
خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه عزیر الله خان نیازي ۶۱ او عثمان سادات ۲۸ منډې
جوړې کړې.
زیت الله شاهین د نیپال پر وړاندې لوبه کې غوره توپ اچونه وکړه او په خپلو ۱۰ اورونو
کې یې د ۱۹ منډو په بدل کې درې ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی
ونومول شو.