د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د کرکټ اسیايي شورا اړوند د نوولس کلنو لوبغاړو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د افغانستان په کوربتوب پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په دوه لوبغالو کې ترسره شي.
د افغان لوبډلې په نوملړ کې ۱۰ هغه لوبغاړي هم
شامل دي چې په تېر پړاو نوولس کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګټه ولوبېدل.
د افغان لوبډلې د غوراوي پړاو کې بېلابېل تمریناتي کمپونه او ګڼ شمېر سیالۍ شاملې
وي چې له بشپړې ارزونې وروسته یې غوره لوبغاړي راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبډله
کې وټاکل شول.
دغه راز افغان لوبډلې د روانې نومبر میاشتې
په ترڅ کې په بنګله دېش او هند کې هم ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کړې. افغان لوبډلې د
سیالې بنګالۍ لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دوه-دوه بریاو
سره مساوي کړه او د هند په کوربتوب درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې د درې بریاو په خپلولو
سره پایلوبې ته لاره موندلې ده چې ټاکل شوې ده، سبا د نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه
به ترسره شي.
افغان لوبډله اوسمهال د هند په بنګلور ښار
کې ده او د درې اړخیزې لوبلړۍ له پایلوبې وروسته به په اسیا جام سیالیو کې د ګډون
په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. افغان لوبډله د یادو سیالیو په دویم ګروپ
کې د بنګله دېش، سریلانکا او دویم کوالیفایر لوبډلې سره چې په نږدې ورځو کې به په
ډاګه شي، ځای لري او خپله لومړۍ لوبه به د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د
بنګله دېش د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي
کمېټې مشر ښاغلي احمد شاه سلیمانخیل په دې اړه وویل: ((افغان لوبډلې په تېرو څو
میاشتو کې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ شمېر تمریناتي کمپونه او غوره چمتووالی
ترسره کړی دی. د دغو تمریناتو او چمتووالي پرمټ افغان لوبډلې په بنګله دېش او اسیا
جام سیالیو کې خورا ښې لوبې ترسره کړې. موږ ډاډه یو چې د بنګله دېش او هند پر
وړاندې سیالیو کې به افغان لوبډلې لا زیاته چمتو شوې وي او هیله من یو چې افغان
ځوانان به په راتلونکو اسیا جام سیالیو کې به غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي.))
د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو لپاره د افغان
لوبډلې په نوملړ کې لاندې لوبغاړي شامل دي:
محبوب خان تسکین (لوبډلمشر او ویکټ
ساتونکی)، خالد احمدزی (ویکټ ساتونکی)، عثمان سادات، فیصل خان شینوزاده، عزیرالله
نیازی، عزیز الله میاخیل، نظیف الله امیري، خاطر خان ستانکزی، نصرت الله نورستانی،
عبدالعزیز خان، سلام خان احمدزی، واحدالله ځدراڼ، زیت الله شاهین، روح الله عرب او
حفیظ الله ځدراڼ.
د دوی ترڅنګ عاقل خان، فهیم قاسمي، سهیل او
عزت نور شیرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډله کې شامل دي.
د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو په لړ کې د
افغان ځوانانو د سیالیو مهالوېش:
|
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
|
د دسمبر میاشتې ۱۳مه نېټه |
افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې |
دوبۍ |
|
د دسمبر میاشتې ۱۵مه نېټه |
افغانستان د سریلانکا پر وړاندې |
دوبۍ |
|
د دسمبر میاشتې ۱۷مه نېټه |
افغانستان د دویم کوالیفایر پر وړاندې |
دوبۍ |
|
د دسمبر میاشتې ۱۹مه نېټه |
نیمه پایلوبې |
دوبۍ |
|
د دسمبر میاشتې ۲۱مه نېټه |
پایلوبه |
دوبۍ |
پای