د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبې په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي.
د دواړو
هېوادونو ترمنځ دغه لوبلړۍ به په یوازېنۍ ټېسټ لوبې پیل شي چې د جون میاشتې له شپږمې
نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې به د پنجاب ایالت د موهالي اړوند په نوي چندیګړ
لوبغالي کې ترسره شي.
د ټېسټ لوبې له
بشپړېدو وروسته به دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي چې لومړی لوبه به
یې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه په درمساله، دویمه لوبه په ۱۷مه نېټه په لکنو او
دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه به د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه په چنای ښار کې ترسره
شي.
هېره دې نه وي
چې دا به دویم ځل وي چې افغان لوبډله له هند سره ټېسټ لوبه ترسره کوي، په داسې حال
کې چې افغان لوبډله به د لومړني ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو په یوه بشپړه لوبلړۍ
کې د سیالې هندۍ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یادونې وړ ده
چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو پر ترسره کولو هم خبرې
اترې روانې دي چې ښايي د روان کال په اوږدو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.
د سیالیو مهالوېش:
|
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
|
د جون له ۶مې تر ۱۰مې |
یوازېڼۍ ټېسټ لوبه |
نوی چندیګر لوبغالی |
|
د جون ۱۴مه نېټه |
لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
درمساله کرکټ لوبغالی |
|
د جون ۱۷مه نېټه |
دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
لکنو کرکټ لوبغالی |
|
د جون شلمه نېټه |
دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
چنای کرکټ لوبغالی |
پای