د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
خبرپاڼه

د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ۲۰۲۵ز کال چېمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د راتلونکې فبروري میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شي چې د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې پورې به په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

د لوستلو وخت: ~15 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ۲۰۲۵ز کال چېمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د راتلونکې فبروري میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شي چې د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې پورې به په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

باید وویل شي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د ښنګري د ټپ له امله له سیالیو بهر و، اوسمهال رغېدلی او په نوملړ کې بیا ځلې له افغان لوبډلې سره یوځای شوی دی. له بلې خوا تکړه ښي لاسی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې تېره میاشت د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې د لوبډلې برخه و، د خپل ډاکټر له سپارښتنې سره سم لا هم د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دی او د یادو سیالیو لپاره نه دی ټاکل شوی چې له همدې امله نوموړی د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې هم د نوملړ برخه نه و.

د یادونې وړ ده چې د نوموړي پر ځای بل ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د راتلونکو سترو سیالیو لپاره افغان لوبډلې ته شامل شوی دی.

سربېره پر دې د یادو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې صدیق الله اتل هم چې د زمبابوې پر وړاندې د تېرې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو، نوملړ ته اضافه شوی دی. د اتل ترڅنګ چپ لاسی ورو توپ اچوونکی نور احمد، چې له دې وړاندې د یوه برسېرن ټپ له امله د زمبابوې پر وړاندې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ونه لوبېده، بیا ځلې لوبډلې ته اضافه شوی او د اتلانو جام سیالیو کې به د افغان لوبډلې ملتیا کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دې اړه وايي: ((افغان اتلانو په تېرو دوه پړاو نړیوال جامونو کې خورا ښې لوبې وکړې او په ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. په یادو سیالیو کې د هغوی غوره لوبو او د تېر کال په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې په دوه اړخیزو سیالیو کې د دوی بریاو ته په کتو موږ هیله من یو چې افغان لوبډله به په اتلانو جام سیالیو کې هم غوره لوبې وکړي او هېواد ته به لا زیات ویاړونه راوړي.))

نوموړي زیاته کړه: ((په تېرو دوه نړیوالو جامونو کې موږ لوبډلې ته له اړوند هېوادونو سلاکار روزونکي وټاکل چې ډېره ښه پایله یې ورکړه. دغو غوره پایلو ته په کتو موږ دا ځل د پاکستان پخوانی تجربه کاره لوبغاړی یونس خان، چې له دې وړاندې یې هم له افغان لوبغاړو سره د لنډ وخت لپاره کار کړی دی، یو ځل بیا د لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ګمارلی دی او هیله من یو چې نوموړی به په پاکستان کې د یادو سیالیو پرمهال له افغان لوبډلې سره ښه کار وکړي او په بریاو کې به خپل رول ولوبوي.))

سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر حاجي احمد شاه سلیمانخېل، وايي: ((مجیب الرحمن له خپل ډاکټر سره له سلا مشورو وروسته موږ ته خبر را کړ چې لا هم د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره چمتو ندی او باید د څه مودې لپاره یوازې شل اوریزو سیالیو کې ولوبېږي، له همدې امله د اتلانو جام سیالیو لپاره په لوبډله کې ندی ټاکل شوی.))

نوموړی دغه راز زیاته کړه: ((د پاکستان لوبغالي او ویشتنځایونه هغو ته ډېر ورته دي په کومو چې موږ دلته په افغانستان او په متحده عربي اماراتو کې لوبې کوو. موږ همدارنګه د سیالیو له پیل وړاندې د لوبډلې لپاره بېلابېل روزنیز کمپونه هم په نظر کې لرو. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مینه وال او افغان ولس له افغان اتلانو ډېرې تمې لري او موږ هیله من یو چې افغان لوبډله د تېرو دوه نړیوالو جامونو په څېر یو ځل بیا غوره لوبې وکړي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.))

د ۲۰۲۵م کال چېمپینز ټرافي سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

همدراز د یادونې وړ ده چې د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروټی شتون لري.

په پای کې باید وویل شي چې د یادو سیالیو عمومي مالي ملاتړي حقوق د اتصالات افغانستان شرکت ترلاسه کړي دي چې ډېری وخت یې له افغان ملي لوبډلې مالي ملاتړ کړی دی.

د سیالیو مهالوېش:

نېټه

لوبه

لوبغالی

جمعه، د فبروري میاشتې ۲۱مه نېټه

افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې

کراچۍ کرکټ لوبغالی

چهارشنبه، د فبروري میاشتې ۲۶مه نېټه

افغانستان د انګلستان پر وړاندې

لاهور کرکټ لوبغالی

جمعه، د فبروري میاشتې ۲۸مه نېټه

افغانستان د استرالیا پر وړاندې

لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه

لومړۍ نیمه پایلوبه

دوبۍ کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه

دویمه نیمه پایلوبه

لاهور کرکټ لوبغالی

سه شنبه، د مارچ میاشتې ۴مه نېټه

پایلوبه

لاهور / دوبۍ




ملاتړ کوونکي او همکاران