د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. دغه سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې په د ۸ لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
اکرام علي خېل
د یادو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، چې د ویکټ ساتنې دنده
به هم پرمخ وړي. د نوموړي ترڅنګ اسحاق رحیمي د دویم ویکټ ساتونکي په توګه لوبډله
کې شامل دی. حسن عیسی خېل، چې په دې وروستیو کې بهترینې لوبې نندارې ته وړاندې کړې
دي، هم په لوبډله کې شامل شوی دی.
د یادو سیالیو
په تېرو دوه پړاوونو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي هم په لوبډله کې شتون
لري او د یوه توپوهونکي په توګه به په یادو سیالیو کې ولوبېږي. د نوموړي ترڅنګ عمران
میر، اعجاز احمدزی، فیصل خان شینوزاده، غضنفر او بهیر شاه محبوب هغه نور توپوهونکي دي چې په
افغان لوبډله کې شامل دي. دغه راز بلال سمیع، بشیر احمد او نوید ځدراڼ د چټکو توپ
اچوونکو په توګه به په افغان لوبډله کې غوره شوي دي.
افغان لوبډله د
سریلانکا الف، بنګله دېش الف او هانګ کانګ ملي لوبډلو ترڅنګ د یادو سیالیو په الف
ګروپ کې ځای لري چې خپله لومړۍ لوبه به د روانې نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د
سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. افغان لوبډله به دغه راز خپله دویمه
لوبه د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د بنګله دېش الف او خپله وروستۍ لوبه به د همدې
میاشتې په ۲۳مه نېټه د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړي.
د ځوانانو اسیا
جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوپډلې په نوملړ کې اکرام علي خېل (لوبډلمشر)،
محمد اسحاق (ویکټ ساتونکي)، عمران میر، حسن عیسی خېل، اعجاز احمدزی، دروېش رسولي،
فیصل خان شینوزاده، بهیر شاه محبوب، فرمان الله ساپی، قیس احمد، نصیر خان معروف
خېل، غضنفر، بلال سمیع، بشیر احمد او نوید ځدراڼ غوره شوي دي. د دوی
ترڅنګ خالد تڼیوال، عبدالله تره خېل او اظهار الحق نوید په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.
د یادونې وړ ده
چې اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت د یادو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د عمومي
مالي ملاتړ او دغه راز سوپرکولا شرکت د افغان لوبډلې د مرستیال مالي ملاتړ حقوق
ترلاسه کړي دي. سربېره پر دې، د افغانستان کرکټ بورډ او وېني (VANY) شرکت ترمنځ
د اوږدمهاله تړون له مخې به یاد شرکت دیادو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د لباس د
برخې همکار وي.
د ځوانانو اسیا
جام سیالیو کې د افغان ابدالیان لوبډلې د سیالیو مهالوېش:
|
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
|
د نومبر میاشتې ۱۹مه نېټه |
افغان ابدالیان د سریلانکا الف پر وړاندې |
دوحه |
|
د نومبر میاشتې ۲۱مه نېټه |
افغان ابدالیان د بنګله دېش الف پر وړاندې |
دوحه |
|
د نومبر میاشتې ۲۳مه نېټه |
افغان ابدالیان د هانګ کانګ پر وړاندې |
دوحه |
|
د نومبر میاشتې ۲۶مه نېټه |
لومړۍ نیمه پایلوبه |
دوحه |
|
د نومبر میاشتې ۲۷مه نېټه |
دویمه نیمه پایلوبه |
دوحه |
|
د نومبر میاشتې ۲۳مه نېټه |
پایلوبه |
دوحه |
پای