د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ اسیايي شورا د نوولس کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې بنګله دېش ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په سترې بریا سره پیل کړ.
د دغې لوبې پچه افغان
لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د د دغې لوبې په
لومړۍ پاڼۍ کې ۲۳۱ منډې جوړې کړې او سیالې بنګالۍ لوبډلې ته یې
د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګته فیصل
مبارز ۸۳، طاهر سروري ۳۷ او نعمان سالارزي
۱۶ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د یاد
هدف په دفاع کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۱۸
منډو له ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په په توپ اچونه کې امیر حمزه، نورعلي نیازي
او سمیع الله مبارز ۳-۳ او لوبډلمشر سهیل خان یوه ویکټ ترلاسه کړه،
چې پرمټ یې افغان لوبډلې د ۱۱۳ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه.
فیصل خان مبارز چې په
لومړۍ پاڼۍ کې یې د ۸۳ مندې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان لوبډله به د یادو
سیالیو په ترڅ کې د راتلونکې شنبې په ورځ د خپلې دویمې لوبې په موخه د مالیزیا
نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.