د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د ډرافټ مراسم ترسره شول
نړیوال
28 دقیقې

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د ډرافټ مراسم ترسره شول

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالیو - (APL T20) لپاره د لوبغاړو د ډرافټ مراسم نن د سه شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ټولو پنځو لوبډلو د یادو سیالیو لپاره خپل نوملړونه بشپړ کړل. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د راتلونکې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

28 دقیقې

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالیو - (APL T20) لپاره د لوبغاړو د ډرافټ مراسم نن د سه شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ټولو پنځو لوبډلو د یادو سیالیو لپاره خپل نوملړونه بشپړ کړل. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د راتلونکې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

د لوبغاړو د ډرافټ په مراسمو کې د ۴۶۲ لوبغاړو له ډلې، د ۱۸ پړاوونو په ترڅ کې د شپږو بېلابېلو کټګوریو څخه ټولټال ۹۰ لوبغاړي غوره شول. له دې وړاندې د پنځو نوموتو افغان لوبغاړو له ټاکل کېدو سره، ټولو پنځو لوبډلو خپل ۱۹ کسیز نوملړونه بشپړ کړل.

په دغه ډرافټ کې د نړۍ د کرکټ ځینې نوموتي لوبغاړي، د افغانستان پېژندل شوي ستوري او ځوان استعدادونه سره راټول شول، چې په دې سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالیو د راتلونکي پړاو لپاره د په زړه پورو سیالیو زمینه برابره شي.

مخکښه یا پلاتینیم کټګوري

د پلاتینیم کټګورۍ په ډرافټ کې د نړۍ د کرکټ یو شمېر نوموتو څېرو برخه لرله.

د کندهار لوبډلې له خوا د محمد امیر تر غوره کېدو وروسته، د بلخ لوبډلې د انګلستان الراونډر معین علي غوره کړ، چې د افغان ابراهیم ځدراڼ ترڅنګ به ولوبېږي. د ننګرهار لوبډلې د انګلستان توپوهونکی الکس هېلز غوره کړ، د  کابل لوبډلې د وېسټ انډیز ویکټ ساتونکی توپوهونکی جانسن چارلز واخیست او د پکتیا لوبډلې د سریلانکا الراونډر وانندو هسارنګا خپل نوملړ ته اضافه کړ.

د الماسو یا ډایمند کټګوري

په ډایمند کټګورۍ کې هم د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر مخکښو لوبغاړو له خپلو اړوندو لوبډلو سره یوځای شول.

د کندهار لوبډلې تجربه کار الراونډر محمد نبي عیسی خېل غوره کړ، د  کابل لوبډلې چپ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي خپل نوملړ ته اضافه کړ، د بلخ لوبډلې ځوان ورو توپ اچوونکی غضنفر غوره کړ، د پکتیا لوبډلې چپ لاسی ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال واخیست او د ننګرهار لوبډلې تکړه توپوهونکی دروېش رسولي غوره کړ.

د ډایمند کټګورۍ په دویم پړاو کې د ننګرهار لوبډلې د بنګله دېش پیاوړی الراونډر شکیب الحسن غوره کړ. د پکتیا لوبډلې د بنګله دېش چټک توپ اچوونکی ناهید رانا واخیست، د بلخ لوبډلې د انګلستان چټک توپ اچوونکی لوک ووډ غوره کړ، د کابل لوبډلې د سریلانکا چټک توپ اچوونکی دوشمندا چمیرا خپل نوملړ ته اضافه کړ او د کندهار لوبډلې د انګلستان ویکټ ساتونکی توپوهونکی جو کلارک غوره کړ.

ګولډ یا طلايي کټګوري

د ګولډ کټګورۍ له لارې هم د پنځو لوبډلو نوملړونه د تجربه کارو او ځوانو افغان لوبغاړو او نړیوالو ستورو په ګډون لا پیاوړي شول.

کابل لوبډلې د دغې کټګورۍ په لومړي پړاو کې افغان ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن غوره کړ. د پکتیا لوبډلې تکړه توپوهونکی اعجاز احمدزی واخیست، د کندهار لوبډلې الراونډر کریم جنت غوره کړ، د ننګرهار لوبډلې د سریلانکا الراونډر کامندو مېنډس خپل نوملړ ته اضافه کړ او د بلخ لوبډلې افغان الراونډر ګلبدین نایب غوره کړ.

د ګولډ کټګورۍ په نورو پړاوونو کې هم یو شمېر نوموتي لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته غوره شول:

د بلخ لوبډلې صدیق الله اتل او د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر محمد وسیم خپل نوملړ ته اضافه کړل. د پکتیا لوبډلې د نیوزیلنډ توپوهونکی کولن منرو، د نامیبیا الراونډر ډېوېډ ویز او د افغانستان پخوانی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي غوره کړل. د کندهار لوبډلې د سریلانکا ویکټ ساتونکی توپوهونکی کوشال پرېرا او د انګلستان چټک توپ اچوونکی ټایمل مېلز واخیستل. د  کابل لوبډلې د اسټرالیا توپوهونکی ډارسي شارټ او د بنګله دېش توپوهونکی شمیم حسین خپل نوملړ ته اضافه کړل. دغه راز د بلخ لوبډلې د ګولډ کټګورۍ په وروستي پړاو کې د وایلډ کارډ له لارې د سپینو زرو له کټګورۍ څخه عبدالله احمدزی غوره کړ.

د سپینو زرو یا سېلور کټګوري

د سپینو زرو کټګورۍ هم د تجربه کارو نړیوالو لوبغاړو او د افغانستان د ملي لوبډلې د پېژندل شویو لوبغاړو په ګډون د لوبډلو نوملړونه لا پیاوړي کړل.

د ننګرهار لوبډلې په دغه کټګورۍ کې لومړی چپ لاسی ورو توپ اچوونکی ظاهر خان غوره کړ، د  کابل لوبډلې د سویلي افریقا تجربه کار ورو توپ اچوونکی عمران طاهر واخیست او د کندهار لوبډلې د افغانستان ویکټ ساتونکی توپوهونکی محمد شهزاد خپل نوملړ ته اضافه کړ.

د دغې کټګورۍ په نورو مهمو انتخابونو کې د پکتیا لوبډلې له خوا د نامیبیا لوبډلمشر ګرهارډ اېراسموس او د انګلستان چټک توپ اچوونکي اولي سټون غوره کېدل، د کندهار لوبډلې له خوا د سویلي افریقا الراونډر ډوین پریټوریس او د سکاټلنډ توپوهونکي جورج منسي اخیستل، د بلخ لوبډلې له خوا د کولن اکرمن او د انګلستان ویکټ ساتونکي توپوهونکي توماس مورز غوره کېدل او د  کابل لوبډلې له خوا د افغانستان توپوهونکي حضرت الله ځاځي اخیستل شامل وو.

د مخ پر ودې استعدادونو یا اېمرجېنګ کټګوري

د مخ پر ودې استعدادونو کټګورۍ ځوانو افغان لوبغاړو ته د افغانستان په غوره شل اوریز لیګ کې د ګډون زمینه برابره کړه.

په دغه کټګورۍ کې د درې پړاوونو په ترڅ کې ټولټال ۱۵ ځوان لوبغاړي غوره شول، چې د ننګرهار لوبډلې توپوهونکی فیصل خان شینو زاده د دغې کټګورۍ لومړی انتخاب و.

تکمیلي کټګوري

د تکمیلي کټګورۍ پړاوونو د پنځو لوبډلو د نوملړونو وروستي ځایونه هم بشپړ کړل. د بلخ لوبډلې افغان ورو توپ اچوونکی قیس احمد او چټک توپ اچوونکی کریسټوفر ووډ غوره کړل، په داسې حال کې چې د  کابل لوبډلې د ایرلنډ الراونډر کرټیس کامفر خپل نوملړ ته اضافه کړ.

د لوبډلو وروستي نوملړونه

د لوبغاړو د ډرافټ له پای ته رسېدو سره، ټولو پنځو لوبډلو خپل ۱۹ کسیز نوملړونه بشپړ کړل.

کندهار لوبډله:

راشد خان، محمد امیر (انګلستان)، محمد نبي عیسی خېل، جو کلارک (انګلستان)، کریم جنت، حسن عیسی خېل، فرید احمد ملک، کوشال پرېرا (سریلانکا)، ټایمل مېلز (انګلستان)، محمد شهزاد، مسلم موسی، ډوین پریټوریس (سویلي افریقا)، جورج منسي (سکاټلنډ)، الله نور ناصري، نعمان شاه اغا، عثمان خان، نصیر خان معروف خېل، شوکت زمان مومند او محمد ابراهیم مسعود.

بلخ لوبډله:

ابراهیم ځدراڼ، معین علي (انګلستان)، غضنفر، لوک ووډ (انګلستان)، ګلبدین نایب، صدیق الله اتل، محمد وسیم (متحده عربي امارات)، افسر خان ځاځی، عبدالله احمدزی، توماس مورز (انګلستان)، ضیاالرحمن اکبر، عبدالله تره خېل، کولن اکرمن (هالنډ)، محمد وقار سلام خېل، سلام خان احمدزی، عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، قیس احمد او کریسټوفر ووډ.

ننګرهار:

رحمت شاه زرمتی، الکس هېلز (انګلستان)، دروېش رسولي، شکیب الحسن (بنګله دېش)، کامندو مېنډس (سریلانکا)، ضیاالرحمن شریفي، محمد اکرم ځاځی، اکرام علي خېل، جنید صدیقي (متحده عربي امارات)، ظاهر خان، عصمت الله عالم، محمد یمین احمدزی، امیر جنګو (وېسټ انډیز)، شفیق الله غفاري، فیصل خان شینو زاده، بهار علي شینواری، اسلام خان ځاځی، افتاب عالم او زبیرالله اکبري.

 کابل:

عظمت الله عمرزی، جانسن چارلز (وېسټ انډیز)، فضل الحق فاروقي، دوشمندا چمیرا (سریلانکا)، مجیب الرحمن، عمران میر، شرف الدین اشرف، ډارسي شارټ (اسټرالیا)، شمیم حسین (بنګله دېش)، عمران طاهر (سویلي افریقا)، حضرت الله ځاځی، داوود احمدزی، عبدالرحمن رحماني، محمد سلیم صافي، عزیرالله نیازي، خالد احمدزی، کرامت الله، سید بحر شاه محبوب او کرټیس کامفر (ایرلند).

پکتیا لوبډله:

رحمن الله ګربز، وانندو هسارنګا (سریلانکا)، نور احمد لکڼوال، ناهید رانا (بنګله دېش)، اعجاز احمدزی، فرمان الله ساپی، کولن منرو (نیوزیلنډ)، ډېوېډ وایز (نامیبیا)، حشمت الله شهیدي، حسیب الله لکڼوال، نګیالیا خان، ګرهارډ اېراسموس (نامیبیا)، اولي سټون (انګلستان)، مسعودالرحمن ګربز، عابد محمدي، خالد تنیوال، وحیدالله زدران، صدیق الله پاچا او خلیل احمد ګربز.

د لوبغاړو د ډرافټ له بشپړېدو سره، ټولو پنځو لوبډلو د افغانستان غوره لیګ شل اوریزو سیالیو د راتلونکي تاریخي پړاو لپاره خپل نوملړونه بشپړ کړل. دغه سیالۍ به د نړۍ د نوموتو نړیوالو ستورو او د افغانستان د غوره کرکټ استعدادونو د ګډون په ترڅ کې د هېواد د کرکټ لپاره یو نوی او په زړه پورې پړاو پرانیزي.

 

پای

 

ملاتړ کوونکي او همکاران