د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د راتلونکې مې میاشتې په دویمه نېټه په کندز ولایت کې دریم پړاو «اي انډ ملي شل اوریز جام» سیالۍ پیلېږي.
په دې سیالیو
کې به د هېواد د پنځو زونونو اړوند لوبډلې ګډون وکړي، چې هره لوبډله به د بلې پر
وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د دې سیالیو په ترڅ کې به د ۱۳ ورځو په موده کې ټولټال ۲۱ لوبې ترسره شي او په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه سترې پایلوبې ته لاره ومومي.
د یادونې وړ
ده چې د دې سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق «ای انډ (e&)
شرکت
ته او د مرستیال مالي ملاتړي حقوق، د یوه
اوږدمهاله تړون له مخې سوپر کولا څښاک تولیدي شرکت ته ورکړل شوي دي.
پر همدې بنسټ، دغه سیالۍ به په «ای
انډ ملي شل اوریز جام سوپر کولا سیالۍ» په نوم
یادېږي.
د کورني کرکټ
په جوړښت کې د دغو سیالیو په زیاتېدو سره نوی رنګ او
تنوع رامنځته شوې، چې تر دې
مهاله یې خورا ښې او مثبتې پایلې لرلې دي. د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې د
هېواد ټولو سیمو ته د کرکټ لوبه ورسوي، نوي ځوان استعدادونه ومومي او په ټوله کې د افغانستان کرکټ ته لا زیاته وده او پرمختګ ورکړي.