د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیلیږي
کورني
4 دقیقې

د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د زونونو په کچه د نجیب الله تره‌کي معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیلېږي. دا په ټوله کې د یادو سیالیو ۱۵م پړاو دی چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷مه نېټه به پیل او د راتلونکې مې میاشتې تر څلورمې نېټې پورې به د کندهار ولایت په کرکټ لوبغالي کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې پایلوبې ته لاره ومومي.

دغه سیالۍ به ټولې ۸ ورځې وخت ونیسي، د پایلوبې په شمول به په یاده موده کې ټولې ۱۱ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د مې میاشتې په څلورمه نېټه د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د بست زون لوبډلې د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي ګټلې وه چې د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یادونې وړ ده چې دا به د روان کال په ترڅ کې د کورني کرکټ پنځم ټورنمنټ وي چې د مهالوېش له مخې به ترسره شي. له دې وروسته به په مې میاشت کې د زونونو په کچه اي انډ ملي شل اوریز جام سوپرکولا سیالۍ ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران