د بنګله‌ دېش او زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه شول
خبرپاڼه
76 دقیقې

د بنګله‌ دېش او زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه شول

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د بنګله ‌دېش پر وړاندې راتلونکې ټېسټ، د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ، د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې په یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل شي او د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به د زمبابوې پر وړاندې په وروستۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېږی.

76 دقیقې

 د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د بنګله ‌دېش پر وړاندې راتلونکې ټېسټ، د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ، د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې په یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل شي او د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به د زمبابوې پر وړاندې په وروستۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېږی.

د بنګله ‌دېش پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. د یوازېنۍ ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي. د دغې لوبلړۍ په ترڅ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې یو ځل د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د یادې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومومي چې د مهالوېش له مخې به اکټوبر میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره شي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې به د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، په داسې حال کې چې وروستۍ دوه لوبې به یې د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته به افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به یې د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر میاشتې په ۲۹مه او دریمه لوبه به یې د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي. دواړه لوبډلې به له دې وروسته د دوه ټېسټ سیالیو په لوبلړۍ کې هم مخ شي چې لومړۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې له پنځمې تر نهمې نېټې او دغه راز دویمه ټېسټ لوبه به د نومبر میاشتې له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شي. دا ټولې لوبې به هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان د ټېسټ لوبډلې مشري به رحمت شاه زرمتی په غاړه ولري. نوموړی په دې وروستیو کې د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي په اګست میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې د افغان لوبډلې مشري وکړه چې ۴-۰ د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. نوموړی به د بنګله‌ دېش پر وړاندې راتلونکې ټېسټ لوبه کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ټېسټ لوبو د لوبډلمشر په توګه خپله دنده پیل کړي.

ځوان الراونډر عصمت عالم، چې د هند پر وړاندې په وروستۍ ترسره شوې ټېسټ لوبه کې د لوبډلې برخه نه و، یو ځل بیا د ټېسټ لوبډلې په نوملړ کې شامل شوی دی. همداراز چپ لاسی توپوهونکی شاهدالله کمال او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی یمین احمدزی هم په ټېسټ لوبډله کې شامل شوي دي، دغو دواړو لوبغاړو په روان کال احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې بهترینې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او د خپلو غوره لوبو پرمټ یې یو ځل بیا ملي لوبډلې ته لاره وموندله.

شاهدالله کمال په روانو فرسټ کلاس سیالیو کې تر دې دمه د ۷۶.۸۵ منډو په اوسط سره ۵۳۸ منډې جوړې کړې دي او اوس مهال د سیالیو د ډېرو منډو وهونکو په نوملړ کې لومړی مقام لري. له بلې خوا یمین خان احمدزي بیا د توپ اچونې له ۱۲.۷۳  بهترین اوسط سره ۴۲ ویکټې ترلاسه کړې دي او د توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی مقام لري.

همداراز تکړه ورو چپ لاسی توپ اچوونکی ضیاالرحمن اکبر هم د ټېسټ لوبډلې ته بېرته راستون شوی دی. نوموړي د ټپ له امله نږدې یو کال په نړیوال کرکټ کې نه و لوبېدلی. بلخوا ښي لاسی لیګ سپینر خلیل ګربز، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ایرلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د افغانستان د ټېسټ لوبډلې برخه و، هم یو ځل بیا لوبډلې ته بلل شوی دی.

د یادونې وړه ده چې راشد خان او ابراهیم ځدران د طبي ارزونو پر بنسټ لا هم د ټېسټ لوبو لپاره په بشپړه توګه ندي تیار شوي او اړوند ډاکټرانو دواړو لوبغاړو ته تر بشپړ رغېدو پورې په ټېسټ سیالیو کې د نه لوبېدو سپارښتنه کړې ده.

له بلې خوا تکړه پیلیز توپوهونکی، محمد اکرم، چې په دې وروستیو کې یې د ۲۰۲۶م کال اسیايي سیالیو پر مهال خپله لومړنۍ شل اوریزه نړیواله لوبه ترسره کړه، د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د افغانستان لوبډلې ته ټاکل شوی دی. دغه راز ځوان الرونډر عبدالله تره ‌خېل چې په یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې غوره لوبې وکړې، د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لپاره لوبډلې ته اضافه شوی دی.

د دوی ترڅنګ ځوان ښي لاسی توپوهونکی اعجاز احمدزی او چپ لاسی توپوهونکی شاهدالله کمال هم د شل اوریزو لوبو لوبډلې ته بېرته بلل شوي دي. همدارنګه، فرید احمد ملک، چې د هند پر وړاندې د افغانستان د وروستۍ شل اوریزې لوبلړۍ په احتیاطي لوبغاړو کې شامل و، د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو نوملړ ته اضافه شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان وویل: ((ټېسټ کرکټ زموږ لپاره ډېر زیات اهمیت لري او موږ د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو. دا به لومړی ځل وي چې موږ د ټېسټ لوبو لپاره د بنګله دېش کوربه‌ توب کوو. دا لوبه به زموږ لوبغاړو ته دا فرصت برابر کړي چې په یوه مهمه نړیواله سیالي کې د ګډون له لارې ارزښتناکه تجربه ترلاسه کړي.))

نوموړي زیاته کړه: ((په همدې ډول، د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لوبلړۍ به زموږ لوبغاړو، په ځانګړي ډول ځوانو استعدادونو ته یو بل ارزښتناک فرصت برابر کړي، ترڅو په ټېسټ کرکټ کې لا زیاته تجربه ترلاسه کړي. د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ هم زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې د ۲۰۲۷م کال کرکټ نړیوال جام لپاره زموږ د چمتووالي یوه مهمه برخه ده. افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې ملي لوبډلې ته په منظم ډول د لوړ کیفیت نړیوال کرکټ زمینه برابره کړي. موږ له بنګله ‌دېش او زمبابوې کرکټ بورډونو سره خپلو اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوو او د دغو مهمو سیالیو د ترسره کېدو لپاره د دوی د همکارۍ مننه کوو.))

د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:

رحمت شاه زرمتی (لوبډلمشر)، اکرام علیخېل (مرستیال لوبډلمشر او ویکټ‌ ساتونکی)، افسر ځاځی (ویکټ‌ ساتونکی)، صدیق ‌الله اتل، عبدالمالک، حشمت ‌الله شهیدي، رحمان‌ الله ځدراڼ، شاهد الله کمال، عصمت عالم، قیس احمد، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز، محمد سلیم ساپی، ضیاالرحمن شریفي او یمین احمدزی.

احتیاطي لوبغاړي: بهیر شاه محبوب، نصیر خان معروف‌ خېل، بلال سمیع او بشیر احمد.

د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:

رحمت شاه زرمتی (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، اکرام عليخېل (ویکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیالی خان، غضنفر، بلال سمیع، ضیاءالرحمن شریفي، فضل الحق فاروقي او یمین خان احمدزی.

احتیاطي لوبغاړی: قیس احمد

د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:

ابراهیم ځدراڼ (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، نورالرحمن (ویکټ ساتونکی)، صدیق الله اتل، اعجاز احمدزی، محمد اکرم، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، عبدالله تره خېل، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، فضل الحق فاروقي، عبدالله احمدزی او فرید احمد ملک.

احتیاطي لوبغاړي: فریدون داودزي، قیس احمد او ننګیالی خان.

د سیالیو مهالوېش:

نېټه

لوبډلې

لوبه

لوبغالی

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه

اکټوبر ۹ - ۱۳

یوازېنۍ ټېسټ لوبه

متحده عربي امارات

درې اړخیزه لوبلړۍ

د اکټوبر ۱۷مه نېټه

بنګله دېش د زمبابوې پر وړاندې

لومړۍ لوبه

متحده عربي امارات

د اکټوبر ۱۹مه نېټه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې

دویمه لوبه

متحده عربي امارات

د اکټوبر ۲۱مه نېټه

افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې

دریمه لوبه

متحده عربي امارات

د اکټوبر ۲۳مه نېټه

پایلوبه

پایلوبه

متحده عربي امارات

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ

د اکټوبر ۲۷ نېټه

لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه

متحده عربي امارات

د اکټوبر ۲۹مه نېټه

دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه

متحده عربي امارات

د نومبر لومړۍ نېټه

دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه

متحده عربي امارات

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبو لوبلړۍ

نومبر ۵ - ۹

لومړۍ ټېسټ لوبه

متحده عربي امارات

نومبر ۱۳ - ۱۷

دویمه ټېسټ لوبه

متحده عربي امارات


پای

ملاتړ کوونکي او همکاران