افغان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي
نړیوال
10 دقیقې

افغان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي

افغان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APLT20) د دویم پړاو د ترسراوي په موخه د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي، چې د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه به د پنځو اړوند لوبډلو د پلور د غوښتنلیکونو لړۍ پیل کړي چې د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ومومي چې پکې به نړیوال او افغان پانګوال او سوداګر ګډون وکړي.

10 دقیقې

افغان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APLT20)  د دویم پړاو د ترسراوي په موخه د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي، چې د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه به د پنځو اړوند لوبډلو د پلور د غوښتنلیکونو لړۍ پیل کړي چې د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ومومي چې پکې به نړیوال او افغان پانګوال او سوداګر ګډون وکړي.

د غوښتنلیکونو د دې نوي او ستر پیل لومړی پړاو ټاکل شوی په متحده عربي اماراتو کې، چې د دغه لیګ ترسراوي لپاره د نړۍ په کچه معیاري چاپېریال او نړیوالې اسانتیاوې لري، ترسره شي او په ترڅ کې به یې بېلابېل پانګوال برخه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې دغو سیالیو د لومړي پړاو د غوښتنلیکونو لړۍ او د ډرافټ مراسم په هم یاد هېواد کې ترسره شوي و.

ټول لېواله ملي او نړیوال سوداګر، پانګوال او د کرکټ سیالیو او لوبلړیو د تنظیم او ترسراوي شرکتونه کولی شي په دغه لړۍ کې له اعلان شوې نېټې سره سم ګډون وکړي او د داسې ویاړمنو لوبډلو او لوبغاړو د خپلولو امتیاز ترلاسه کړي چې د نړۍ په کچه له فوق العاده استعدادونو برخمن دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دې اړه وايي: ((د خوشحالۍ ځای دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو ته نږدې کېږو چې له شک پرته د افغان کرکټ بورډ او ټولو لوبغاړو لپاره ستره لاسته راوړنه او زېری دی. په همدې موخه دا دی د پنځو لوبډلو د پلور لپاره هم د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه د غوښتنلیکونو د راټولولو لړۍ پیلوو او ډېر ژر به هغه ورځ راورسیږي چې د دغه ستر لیګ د دویم پړاو د ترسراوي شاهدان واوسو.))

نوموړي زیاته کړه: ((زموږ لوبغاړي د کرکټ د نړۍ له ځلانده او پېژندل شویو لوبغاړو څخه دي چې د خپل هېواد لیګ به یې لا ډېر نړۍ ته وروپېژني. زموږ ملي لوبډلې له داسې ستورو برخمنې دي چې مثالونه یې ډېر کم لیدل کېږي او په تېرو کلونو کې یې سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي. همدارنګه دغه لیګ زموږ د الف او نوولس کلنو لوبډلو لپاره هم مهم او اړین فرصت دی؛ زموږ الف لوبډلې د اسیا جام اتلولي وګټله او نوولس کلنو بیا درې ځلې د نړیوال جام تر نیمه پایلوبو ځانونه ورسول او سربېره پر دې مو الف لوبډله هم تل ډېره ښه ځلېدلې ده چې لوبغاړي به یې د لیګ ګډونوال وي. دغه راز په کورني کرکټ کې نور ډېر ځلېدلي لوبغاړي لرو، نو دا ټول هغه څه دي چې د دغو ټولو ستورو د ځلېدو لپاره باید یو چوکاټ او اډانه شتون ولري، ترڅو دوی پکې د نورو هېوادونو له لوبډلو سره خپلې تجربې شریکې کړي او ترڅنګ یې د افغانستان ارزښتونه او فرهنګ نړۍ ته معرفي کړي او اقتصادي اړخ یې هم ورسره ښه شي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبغاړي د نړۍ په هر ستر لیګ کې د ځلانده او ځانګړي استعداد لرونکو لوبغاړو په توګه پېژندل کېږي. پر همدې بنسټ به افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دغو افغان ستورو په شتون او کوربه توب، له نړیوالو نامتو لوبغاړو سره یوځای داسې چاپیریال رامنځته کړي چې د نړۍ د کرکټ د مینه‌ والو پام به ځانته راواړوي.

د یادونې وړ ده چې په یاد لیګ کې به پنځه سوداګریزي لوبډلې برخه ولري. احتمالي سوداګریز شریکان به فرصت ولري چې د افغانستان له پنځو مشهورو، لرغونو او تاریخي ښارونو (کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار) څخه د استازیتوب لپاره د داوطلبي په لړۍ کې ګډون وکړي؛ هغه ښارونه چې بډایه فرهنګي او ورزشي مخینه لري او د افغانستان په ګډو ارزښتونو کې یې ډېر مهم رول لوبولی دی.

په پای کې باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ د خپل همکار پانګوال په همکارۍ داسې سوداګریز ماډل طرحه کړی چې د کرکټ د دوامدار پرمختګ او اوږدمهالې ودې پر بنسټ ولاړ دی. د شل اوریز کرکټ د اوسني پرمختللي وضعیت په پام کې نیولو سره کرکټ بورډ ژمن دی چې یاد لیګ د سوداګریزو شریکانو لپاره اقتصادي او اغېزمن وساتي، ترڅو پکې د پانګونې د غوره او لوړو عوایدو کچه  تضمین شي او دغه راز د سیالیو کیفیت هم ورسره لوړ پاتې شي.

هېره دې نه وي چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر میاشتې له ۵مې نېټې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې ترسره شوی و، په داسې حال کې چې دویم پړاو به یې د روان کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران