د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپلې
ستراتېژیکې همکارۍ له لارې د DP World
ILT20 د پنځم پړاو په شپږو فرنچایزي یا امتیاز لرونکو لوبډلو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون تضمین کړی دی. دغه ټاکنې
یا د لوبغاړو دومره ستره کچه خپلونه د دواړو بورډونو ترمنځ د افغان لوبغاړو د ګډون
په اړه د هوکړه شوو تعهداتو له مخې ترسره شوې دي.
د هغو ۲۵ افغان لوبغاړو لېست چې په پنځم پړاو نړیوال لیک کې به د بېلابېلو لوبډلو په ګټه ولوبېږي.
د هوکړې له مخې، هره امتیاز لرونکې لوبډله مکلفه ده چې په خپل سکواډ کې لږ تر لږه څلور افغان لوبغاړي ولري، په داسې حال کې چې د پنځم پړاو د سیالیو شرایطو ته په پام سره په هره لوبه کې په لوبېدونکي یوولس کسیز ترکیب یا جوړښت کې لږ تر لږه د دوو افغان لوبغاړو شتون هم اړین بولي. د یادونې وړ ده چې دغه شرایط په فرنچایزي سکواډونو او د سیالیو په لوبېدونکو ترکیبونو کې د افغان لوبغاړو لپاره مشخص ځایونه تضمینوي.
هېره دې نه وي چې په بولۍ کې د افغان لوبغاړو
لپاره د پام وړ لېوالتیا موجوده وه، چې فضلالحق فاروقي او رحمانالله ګربز د مهمو
اخیستل شویو لوبغاړو له ډلې وو. په دې لیګ کې د افغان مخکښو نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ
د نویو استعداد لرونکو افغان لوبغاړو ګډون د افغانستان د کرکټ د استعدادونو شتون
او لیګ ته د افغان لوبغاړو د ارزښت څرګندونه کوي.
باید وویل شي چې د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ
غړي په توګه، افغانستان کرکټ بورډ خپلو ټولو هغو ستراتېژیکو همکاریو ته دوام ورکوي
او ژمن دی، ترڅو د افغانستان د کرکټ ګټې خوندي کړي او د افغان لوبغاړو لپاره
دوامدارې مسلکي لارې رامنځته کړي. له متحده عربي اماراتو سره دا همکاري د دغو موخو
ملاتړ کوي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کرکټ په برخه کې همکاري
لا پیاوړې کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس ښاغلی
نصیب خان ځدراڼ په دې اړه وایي: ((د ILT20 د پنځم پړاو سیالیو کې د ۲۵ افغان لوبغاړو ګډون د افغانستان کرکټ بورډ
او د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ ترمنځ د ستراتېژیکې همکارۍ یوه څرګنده پایله
ده. دا هوکړه د دې لپاره رامنځته شوې، ترڅو زموږ لوبغاړو ته د پام وړ ګډون تضمین
او د افغانستان د کورني کرکټ له سیستم څخه راټوکېدونکو استعدادونو لپاره مسلکي
فرصتونه پراخ کړي.))
نوموړي زیاته کړه: موږ د متحده عربي اماراتو
له کرکټ بورډ څخه د دې همکارۍ او په ILT20 کې د هوکړه شوو لوبغاړو د ګډون د شرایطو د عملي کولو له
امله مننه کوو. د دغو تعهداتو عملي کول د لا دوامدارې همکارۍ لپاره پیاوړی بنسټ
برابروي او د دواړو هېوادونو د کرکټ د پرمختګ په برخه کې مرسته کوي.
همدا راز نوموړی وایي؛ افغان لوبغاړي په نړیواله
کچه ثابت شوی کیفیت او سیالیزه وړتیا لري چې لیګ ته به له شک پرته ډېر ارزښت ورکړي.
د زموږ د مجربه لوبغاړو ګډون زموږ د نوظهورو لوبغاړو لپاره هم د لوړې کچې سیالیو
ارزښتناکه تجربه برابروي، چې د لوبغاړو د پرمختګ او د افغانستان د کرکټ د لا پرمختګ
په برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ له پراخو موخو سره مرسته کوي.