ماهیپر ستورو لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۲۳ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د جدول د لومړي مقام په ساتلو سره یې د روانو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده. له بلې خوا، هندوکش سټرایکرز لوبډلې، سره له دې چې د یوې پاڼۍ په توپیر یې ماتې وخوړه، د جدول په دویم مقام کې پاتې شوه او د دویمې مخکښې لوبډلې په توګه یې پایلوبې ته لار پیدا کړه.
ماهیپر ستورو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د دوی دا پرېکړه خورا اغېزمنه ثابته شوه، ځکه هندوکش سټرایکرز یې په لومړۍ پاڼۍ کې
یوازې په ۱۲۸ منډو له ډګره بهر کړل. محبالله زرمتي ۵، حیاتالله نوري ۳ او وحیدالله زدران ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ماهیپر ستورو ځایناستي
لوبډلمشر ناصر جمال بیا په توپوهنه کې د پام وړ لوبه وکړه او ۹۶ منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ عزیزالله میاخېل ۳۱ او ریاض حسن ۲۸
منډې جوړې کړې، چې په
پایله کې یې ماهیپر
ستورو په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۶
منډې جوړې کړې او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د ۱۳۸ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ.
د هندوکش سټرایکرز په ګټه اظهارالحق نوید او سید شیرزاد ۳-۳
ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې مسلم موسی او نصرت الله نورستاني دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.
هندوکش سټرایکرز یو ځل بیا په توپوهنه کې له فرصت څخه ګټه پورته نه
کړای شوه او په خپله دویمه پاڼۍ کې یې یوازې ۱۱۵ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې یې د یوې پاڼۍ او ۲۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه. په دې پاڼۍ کې هم د ماهیپر ستورو توپ اچوونکي ښه وځلېدل. نصیر خان معروفخېل ۴، محب الله زرمتي، ابوزر ساپي او حیاتالله نوري ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې او خپلې لوبډلې ته یې
د پایلوبې له وړاندې یوه ستره بریا ور وبخښله.
محبالله زرمتي په دې لوبه کې د ټولټال اوو ویکټو اخیستو له امله د
لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د سیالیو پایلوبه به د اکټوبر په ۴مه نېټه د ننګرهار ولایت په غازي امانالله خان کرکټ لوبغالي کې پیل
شي، چې همدا دوه لوبډلې، ماهیپر ستوري او
هندوکش سټرایکرز به د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.