د اي انډ وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په یوولسمه لوبه کې پامیر لیجنډز لوبډلې د ۲۹۴ منډو په توپیر د میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د دوشنبې ورځ
د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوه، پچه یې میوند اتلان
لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په همدې اساس لومړۍ توپوهنه
پامیر لیجنډز لوبډلې ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۷۵ منډې
جوړې کړې چې په توپوهنه کې ورته بلال احمد ترین ۶۵ او
محمد شهزاد ۴۵ تر نورو ډېرې منډې جوړې
کړې. بل لوري ته میوند اتلانو ته په توپ اچونه کې ۵ وېکټې
بلال سمېع او ۵ وېکټې عبدالله تره خېل
ترلاسه کړې.
میوند اتلانو د پامیر
لیجنډز د لومړۍ پاڼۍ منډو پسې په خپله توپوهنه کې یوازې ۱۰۳ منډې
جوړې او خپل ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړ. دوی لپاره شمس الرحمان تر نورو ډېرې ۲۲ منډې
جوړې کړې په داسې حال کې د پامیر لیجنډز په توپ اچوونکو کې فرید احمد ملک ۵، نسیم
منګل ۴ او عنایت الله یوه وېکټ ترلاسه کړه.
پامیر لیجنډز په خپله
دویمه توپوهنه کې د مخکنیو ۴۵ منډو مخکې والي ترڅنګ
بیا هم غوره توپوهنه ترسره کړه او د ټولو وېکټو په زیان یې ۳۳۲ منډې
جوړې کړې او سیالې میوند اتلان لوبډلې ته یې د ۴۰۵ منډو
هدف وټاکه چې په توپوهنه کې ورته بلال احمد ترین غوره پاڼۍ ترسره کړه او ۱۵۹ منډې
یې جوړ کړې همدارنګه عنایت الله ۶۲ منډې جوړې کړې.
د میوند اتلانو لپاره توپ
اچونه کې نجات مسعود، بلال سمېع، عبدالله تره خېل او روح الله عرب هر یوه ۲ او
شمس الرحمان یوه وېکټ ترلاسه کړه.
میوند اتلان لوبډلې د ۴۰۵ منډو
هدف پسې یواځې ۱۱۰ منډې جوړې او خپلې ټولې
وېکټې یې له لاسه ورکړې. دوی ته توپوهنه کې دا ځل ایمل ترنورو ډېرې ۶۰ منډې
جوړې کړې په داسې حال کې چې پامیر لیجنډز ته توپ اچونه کې نسیم منګل ۳ او
فرید احمد ملک او محمدالله هر یوه ۲ وېکټې ترلاسه کړې.
د پامیر لیجنډز لوبډلې د
منځنۍ کچې ځوان لوبغاړی بلال ترین چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې لومړۍ پاڼۍ کې ۶۵ او
دویمه کې ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې، د
لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.