افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په مارچ میاشت کې د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي.
دغه لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ په
لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه پیل شي چې مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه به ترسره شي. د
دغې لوبلړۍ دویمه لوبه به د یادې میاشتې په ۱۵مه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه
به د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې
ترسره شي.
د شل اوریزو نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو
وروسته به دواړه لوبډلې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د یو ورځنیو سیالیو
لوبلړۍ پیل کړي. د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ درې لوبې به د همدې مارچ میاشتې په شلمه،
۲۲مه او ۲۵مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورد اجراییوي رییس ښاغلي
نصیب خان د سریلانکا پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ په اړه وویل: ((موږ لېواله یو چې د
لومړي ځل لپاره د یوې بشپړې لوبلړۍ لپاره د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب
کوو. موږ ژمن یو چې د کرکټ نړیوالې شورا له غړو هېوادونو سره د اغېزمنو دوه اړخیزو
اړیکو پرمټ د ملي لوبډلې لپاره لا ډېرې سیالۍ برابرې کړو او د غوره او با کیفیته
کرکټ د وړاندې کولو لپاره خپلو پرلپسې هلو ځلو ته دوام ورکړو. سریلانکا کرکټ ملي
لوبډله په دې وروستیو کې ډېرې ښې لوبې کړې دي او موږ هیله من یو چې د دوه خورا
پیاوړو لوبډلو ترمنځ به غوره او په زړه پورې سیالۍ نندارې ته وړاندې شي.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((موږ سر له اوسه
د راتلونکو سترو نړیوالو، اسیایي او ګڼ شمېر دوه اړخیزو سیالیو لپاره د لوبډلې پر
چمتووالي کار کوو. زموږ هڅه دا ده چې د لوبډلې پر هغو برخو لا ډېر کار وکړو چې
پیاوړتیا ته اړتیا لري، ترڅو مو لوبډله راتلونکو ټولو سیالیو ته له هر اړخه بشپړه
او چمتو وي.))
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به په شارجه
کرکټ لوبغالي کې د افغانستان پر مهال د ماښام په ۷:۰۰ بجې او همدارنګه په دوبۍ
کرکټ لوبغالي کې د ماسپښین په ۴:۰۰ بجو پیلیږي.
د سیالیو مهالوېش:
|
نېټه |
لوبه |
لوبغالی |
|
د مارچ ۱۳مه نېټه |
لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
|
د مارچ ۱۵مه نېټه |
دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
|
د مارچ ۱۷مه نېټه |
دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه |
شارجه کرکټ لوبغالی |
|
د مارچ شلمه نېټه |
لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالی |
|
د مارچ ۲۲مه نېټه |
دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالی |
|
د مارچ ۲۵مه نېټه |
دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه |
دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالی |
پای