د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د لوبډلمشرانو او روزونکو د ډرافټ مراسم ترسره کېږي
نړیوال
6 دقیقې

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د لوبډلمشرانو او روزونکو د ډرافټ مراسم ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له همکار شرکت سره په ګډه همغږۍ، د یادو سیالیو د پنځو ګډونوالو لوبډلو لپاره د لوبډلمشرانو، مشر روزونکو او مشاور روزونکو یا مېنټورانو د ډرافټ مراسم ترسره کړي. دغه مراسم به د راتلونکې شنبې په ورځ، د اکټوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

6 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له همکار شرکت سره په ګډه همغږۍ، د یادو سیالیو د پنځو ګډونوالو لوبډلو لپاره د لوبډلمشرانو، مشر روزونکو او مشاور روزونکو یا مېنټورانو د ډرافټ مراسم ترسره کړي. دغه مراسم به د راتلونکې شنبې په ورځ، د اکټوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د دغو مراسمو په ترڅ کې به هره لوبډله خپل لوبډلمشر، مشر روزونکی او مشاور روزونکی یا مېنټور وټاکي؛ خو مرستیال روزونکي او د لوبډلو نور روزونکي به د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هرې لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، د ملي لوبډلې درې پیاوړي لوبغاړي، راشد خان، عظمت الله عمرزی او رحمن الله ګربز، او د افغان لوبډلې د دوو فارمټونو لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی هغه پنځه افغان لوبغاړي دي چې د لوبډلمشرۍ لپاره غوره شوي دي. د ډرافټ د مراسمو په ترڅ کې به ګډونوالې لوبډلې له دغو لوبغاړو څخه خپل لوبډلمشران وټاکي.

دغه راز، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی ټابي راډفورډ، د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی شېن مکډرمټ، پخوانی انګرېز لوبغاړی راوي بوپارا، د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی او نوموتی روزونکی میکي ارتر، او د انګلستان تابعیت لرونکی، د پاکستان پخوانی لوبغاړی او روزونکی اظهر محمود هغه پنځه روزونکي دي چې د مشر روزونکو د دندو لپاره غوره شوي دي. د یاد ډرافټ د مراسمو په ترڅ کې به ګډونوالې لوبډلې له دغو روزونکو څخه خپل مشر روزونکي وټاکي.

سربېره پر دې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی حمید حسن، د افغانستان الف لوبډلې مشر روزونکی نوروز منګل، د نوولس کلنې لوبډلې مشر روزونکی رییس خان احمدزی، د نوولس کلنې ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی نورعلي ځدراڼ او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی او د ظرفیت لوړونې څانګې اوسنی مسوول دولت خان احمدزی هغه پنځه افغان روزونکي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ به یې د ګډونوالو لوبډلو لپاره د مرستیال روزونکو په توګه وګماري.

د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د لوبډلمشرانو او مشر روزونکو د ډرافټ مراسمو وروسته به ټولو لوبډلو ته فرصت ورکړل شي، څو د خپلو لوبډلمشرانو او روزونکو په مشوره د لوبغاړو د ټاکلو لپاره چمتووالی ونیسي او د لوبغاړو د ډرافټ په مراسمو کې د خپلو اړتیاوو او ستراتیژیو له مخې غوره لوبډلې جوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ همکار شرکت د لوبغاړو د ډرافټ مراسمو لپاره هم خپل چمتووالی وروستي پړاو ته رسولی دی. دغه مراسم به د راتلونکې نومبر میاشتې په دریمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران