د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې له یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې زمبابوې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د پایلوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او
لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان
اتلانو د غوره توپ اچونې مخه ونکړی شوه او خپل ټول لوبغاړي یې په ۱۶۹ منډو کې له
لاسه ورکړل. د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې راشد خان ۳، محمد نبي، بلال
سمیع او فضل الحق فاروقي دوه-دوه او عظمت الله عمرزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان اتلانو په لومړۍ پاڼۍ کې له بهترینې
توپ اچونې وروسته په دویمه پاڼۍ کې غوره توپوهنه هم وکړه او د سیالې لوبډلې د ۱۷۰
منډو هدف یې د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې
ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۰*، رحمت شاه زرمتي ۴۳
او رحمن الله ګربز ۳۶ منډې جوړې کړې.
ابراهیم ځدراڼ د خپلې غوره توپوهنې پرمټ د
لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. دغه راز، راشد خان په دغه لوبلړۍ کې ۱۱
ویکټې ترلاسه کړې وې، چې له امله یې د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم
کړه.
دا لوبه د راشد خان لپاره له دې پلوه هم
ځانګړې وه چې نوموړي پکې د خپلو نړیوالو سیالیو شمېر ۲۵۰ ته ورساوه او یوازې دویم
افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان په استازیتوب ۲۵۰ سیالۍ ترسره
کوي. دغه راز محمد نبي نن دوه ویکټې ترلاسه کړې او په دې سره یې په نړیوال کرکټ کې
۳۰۰ ویکټې بشپړې کړې.
په دې سره د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش
کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پای ته ورسېده، چې
پکې افغان لوبډلې بریا خپله کړه.
افغان اتلان به له درې ورځو دمې وروسته د
راتلونکې سه شنبې په ورځ، چې د اکټوبر میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون خوري، د
زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.