افغان ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه!
نړیوال
3 دقیقې

افغان ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه!

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې بنګله دېش ته د لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د یادو سیالیو لوبلړۍ یې ۲۰۲ مساوي پای ته ورسوله.

د دغې لوبې پچه سیالې بنګالۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۱۹ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه لوبډلمشر سهیل خان او امیر حمزه ۳-۳ او لطف الله محمدي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې د سیالې بنګالۍ لوبډلې د ۲۲۰ منډو هدف په ځواب کې غوره توپوهنه وکړه او یاد هدف یې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۴ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه په توپوهنه کې طاهر سروري ۶۷*، سبحان الله ۶۰ او نعمان سالارزي ۲۴ مندې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوباوه.

طاهر سروري د لوبې او سبحان الله ذاخیل د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سره د افغانستان او بنګله دېش د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده. افغان لوبډله به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د کوربه عمان لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران