رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو
خبرپاڼه
6 دقیقې

رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د یادو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه وټاکه؛ په داسې حال کې چې د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.

6 دقیقې

 افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د یادو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه وټاکه؛ په داسې حال کې چې د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.

هېره دې نه وي چې ښاغلي شهیدي د لوبډلمشر په توګه خپله دوره په بریا سره ترسره کړه چې په ترڅ کې یې افغان لوبډلې بېلابېلې بریاوې او لاسته راوړنې ترلاسه کړې او د کرکټ د درجه بندۍ له اړخه هم افغان لوبډلې ډېر ښه مخته تګ وکړ چې ډېرې سترې بریاوې پکې شاملې دي.

ښاغلي شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ په موده کې په ۵۵ سیالیو کې لوبډلمشري وکړه چې له ډلې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان په نوم په بریا سره ثبت کړې. نوموړي دغه راز د ۲۰۲۳ز کال په نړیوال جام کې هم څلور سترې بریاوې ترلاسه کړې چې د انګلستان، پاکستان، نیدرلنډ او سریلانکا په څېرو سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې او په یادو سترو سیالیو کې يې شپږم مقام د افغانستان په نوم کړ.

همدارنګه شهیدي په خپله لوبډلمشرۍ کې د چمپین ټرافي سیالیو پر مهال هم د انګلستان په څېر سترې لوبډلې ته ماته ورکړه او په یادو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره پنځم مقام خپل کړ.

د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر دغه راز په خپلو بریاو او لاسته راوړنو په دوام سره افغانستان ته د لومړني ځل لپاره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې اووم مقام ورپه برخه کړ چې دا هم یوه کارنامه بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي شهیدي دغه راز د ۲۰۲۴ او ۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره پنځه دوامداره لوبلړۍ وګټلې چې دا هم د افغان کرکټ په تاریخ کې یوه ستره کارنامه ده چې په یادو کلونو کې یې یو په بل پسې د ایرلنډ، سویلي افریقا، بنګله دېش زمبابوې او بیا بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړې او افغانستان یې وځلاوه.

پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي د لوبډلمشري ستاینه کوي او رحمت شاه ته د لا ډېرو لاسته راوړنو هیله کوي، ترڅو اداره ورسره په اړوند ډګر کې د ټاکل شویو موخو او بریاو تر کچې ورسیږي.

باید وویل شي چې رحمت شاه هم له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت مخ ته وړی دی او تر دې چې په ځینو هغو کې یې د لوبډلمشري رول هم ادا کړی دی.

ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرکټ او لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري چې له خپلې تجربې به نوموړی ښه ثابت شي او د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه به افغانستان ته ځانګړې او سترې بریاوې ورپه برخه کړي.

د یادونې وړ ده چې د رحمت شاه ترڅنګ به رحمن الله ګربز په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر غاړه ولري او دواړه به یاد مسوولیت د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پر غاړه واخلي او د افغانستان لپاره به ډېرې مثبتې کارنامې په نوم کړي.

په پای کې باید وویل شي چې حشمت الله شهیدي ته د لوبډلمشرۍ مسوولیت د ۲۰۲۱ز کال د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه سپارل شوی و، چې د ۲۰۲۲ز کال په جنوري میاشت کې یې د خپلې لوبډلمشرۍ لومړنۍ لوبلړۍ د نیدرلنډ پر وړاندې په بریا سره پیل کړې وه.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران