اي سي بي ایلېون او کابل الف لوبډلو خپلې نننۍ لوبې وګټلې!
کورني
4 دقیقې

اي سي بي ایلېون او کابل الف لوبډلو خپلې نننۍ لوبې وګټلې!

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزو سیالیو په لړ کې تمه وه نن هم څلور لوبې ترسره شي خو کندهار کې د چېرمېن ایلېون او کندهار الف او خوست-ب او ننګرهار لوبډدلو لوبې د باران د زیات ورښت له امله وځنډول شوې. دغه راز د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې اي سي بي ایلېون لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې ته او نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف لوبډلې په ۹ ویکټو د ننګرهار ب لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د ډومیسټيک ایلېون او اي سي بي ایلېون لوبډلو تر منځ د نن لوبه کې لومړی ډومیسټیک ایلېون لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۱۱۹ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه جاوید احمدزي ۳۴ او ادریس نیازي ۳۱ منډې جوړې کړې. بلخوا د اي سي بي ایلېون په ګټه رحمت الله ۳ او شریف الله ریاض ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ډومیسټيک ایلېون لوبډلې هدف اي سي بي ایلېون لوبډلې د لوبې په ۱۴م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی لپاره راحت اندړ ۵۱ ناسوځېدلي او کمال خان ۲۲ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون په ګټه رحمت اتل ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپ اچوونکی رحمت الله د ۳ ویکټو  په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کابل الف او ننګرهار ب لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا کابل الف لوبډلې بریا خپله کړه. دغه لوبه کې لومړی ننګرهار ب لوبډلې توپوهنه وکړه، چې د شهزاد محمدي ۲۷ او عنایت الله ۲۰ منډو پر مټ یې د ټولو ویکټو په تاوان سره د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه. د کابل الف لوبډلې توپ اچوونکو کې سید شېرزاد او جلال ۳-۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

کابل الف لوبډلې د ننګرهار ب لوبډلې هدف د لوبې په ۱۵ اورونو کې د یوې ویکټې په تاوان ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې لپاره حمیدالله هوتک ۵۸ او سمیع مموزي ۳۳ منډې جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار ب له لوري جواد علي ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د کابل الف لوبډلې چټک توپ اچوونکی سید شېرزاد د ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې خوست-ب د لوګر، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پکتیکا د ننګرهار ب او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې کابل الف د ډومیسټیک ایلېون لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران