افغانستان کرکټ بورډ کې نن د یادې ادارې د بورډ غړو ترمنځ کلنۍ ناسته ترسره شوه چې مشري یې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف پر غاړه درلوده چې د دغې غونډې په پیل کې لومړی د تېر کال راپور وړاندې شو او ورپسې د نوي کال پر پلان خبرې اترې وشوې.
په دغه کلنۍ ناسته
کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف، د ادارې اجراییوي رییس
ښاغلي نصیب خان، د کاردان پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر احمد خالد حاتم او د افغانستان
د سوداګرۍ خونې مشر ښاغلي خان جان الکوزي په حضوري ډول ګډون درلود، په داسې حال کې
چې د بورډ نورو غړو هر یوه ښاغلي الله داد نوري، ښاغلي اتیلا کامګار، ښاغلي
عبیدالله صدرخېل او ښاغلي رییس احمدزي په انلاین بڼه ګډون کړی و.
په دغه کلنۍ غونډه
کې د تېر کال بېلابېل فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزول شوې او د راتلونکي کال پر
پلان هر اړخیز بحثونه او مشورې وشوې چې راپور یې د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي
دفتر له لوري د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل شو.
هېره دې نه وي چې
په یاده غونډه کې دغه راز د وړم ۲۰۲۴ز کال او د تېر ۲۰۲۵ز کال د نړیوالو سیالیو
پرتلنه هم وړاندې شوه چې پر بنسټ یې د وړم کال په پرتله تېر کال د لاسته راوړنو
کچه پنځه سلنه زیاته وه چې په ۲۴ز کال کې دغه سلنه ۵۳ وه، په داسې حال کې چې په
۲۰۲۵ز کال کې ۵۸ ته لوړه شوې ده او په ۲۰۲۵ز کال کې ټولټال ۵۹ نړیوالې سیالۍ ترسره
شوې وې چې په دغو سیالیو کې د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو نړیوالې سیالۍ شاملې
وې.
باید وویل شي چې دغه
راز په یاده غونډه کې په لیګونو کې د لوبغاړو پر ګډون هم خبرې وشوې چې پر بنسټ به
یې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ ترڅنګ په دریو نورو لیګونو کې د ګډون اجازه
ورکړل شي، ترڅو د دوی فزيکي او ذهني تکړښت، فټنس او وړتیا ته زیان ونه رسیږي.
په دغه ناسته کې همدارنګه د کورني کرکټ
سیالیو او مهالوېش ته هم اشاره وشوه چې په غوره او کیفیت سره ترسره شوې چې له ډلې
یې څلور ټورنمنټونه په ژوندۍ بڼه خپاره شول او په یادو ټولو ټورنمنټونو کې لوبې په
نړیوال معیار لرونکي کوکابوره توپ ترسره شوې. سربېره پر دې ټولو ولایتونو ته پلان
ورکړل شوی وو، ترڅو د ولایتونو ترمنځ خپلمنځي لوبې ترسره کړي او د ولایتونو په کچه
داخلي لوبې وکړي چې په غوره ډول ترسره شوې او دغه پلان ډېر بریالی و.
دغه راز د یادونې وړ ده چې تېر کال د
لوبغاړو بوخت ساتلو، د دوی پر پیاوړتیا لا
ډېر کار کولو، د توپوهنې او توپ اچونې او نورو څانګو کار وشو او بېلابېل کمپونه
ورته ترتیب شول چې سربېره پر دې پکې د لوبڅارانو، روزونکو، فزیو، د فزیکي تکړښت او
نورو ډګرونو کې کورسونه او ورکشاپونه ترسه شول چې ورسره به کورني ظرفیتونه لا ډېر
وروزل شي.
دغه راز په دغه غونډه کې یادونه وشوه چې له
دې وروسته به د اړتیا پر مهال ټول نړیوال روزونکي افغانستان ته راځي چې له ټولو
سره دغه خبره په قراردادونو کې هم مطرح شوې ده، ترڅو د کورني کرکټ ټول لوبغاړي وکولی
شي د دوی له تجربو ګټې واخلي او ډېره روزنه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې همدارنګه په یاده غونډه کې
د لوبغالو او اکاډمیو پر رغونې او بیارغونې هم خبرې اترې وشوې چې له مخې یې تېر
کال په ټوله کې ۱۹ پروژې عملي شوې دي چې پکې ۹ اکاډمۍ او دوه لوبغالي (لوګر او لغمان)
او د ځینو نورو لوبغالو بېلابېلې پروژې شاملې دي.
هېره دې نه وي چې دغه راز افغانستان کرکټ
بورډ د ۲۰۲۶ز کال د رغنیز ډګر لپاره ۸ ملیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې چې ډېری برخه
به یې د کابل پر الوخېلو کرکټ لوبغالي او د ننګرهار پر نجیب الله تره کي کرکټ
لوبغالي ولګول شي.
سربېره پر دې د ادارې پر لګښتونو او عوایدو
هم خبرې وشوې چې له نېکه مرغه په لګښتونو کې غوره سپما شوې ده او د عوایدو کچه د
مالي ملاتړو او ډیجیټل او ټولنیزو رسنیو او نورو اړوند سرچینو په پایله کې لوړه
شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو په تېر کال
کې په ځانګړي ډول د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د بیا پیل، د نجیب الله تره کي
کرکټ لوبغالي او کابل الوخېلو کرکټ لوبغالي د چارو پیل او ورته نور موارد وستایل
او په جدي توګه یې د ورته چارو د دوام غوښتنه وشوه.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې په دغه کلنۍ
ناسته کې د ادارې د اتو پالیسيو په اړه د غوره والي او بهبود په موخه رامنځته شوي
تعدیلات منظور شول چې په روان ۲۰۲۶ز کال کې به د ادارې له لوري عملي شي.
د دغې ناستې په پای کې د غونډې ټولو ګډونوالو
د افغانستان کرکټ بورډ د سږني کال لاسته راوړنې وستایلې او د راتلونکي کال لپاره
یې خپل وړاندیزونه د ادارې له مشرتابه سره شریک کړل چې د ادارې د مشرتابه له لوري
یې د ترسراوي او د لا ډېره غوره ګامونو پورته کولو ژمنه وشوه.