افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکو اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې په متحده عربي اماراتو کې د بېلابېلو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله دېش او زمبابوې کوربه توب کوي. د دغو سیالیو په مهالوېش کې د بنګله دېش پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ او د زمبابوې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.
دغه لوبلړۍ به د افغانستان او بنګله دېش
ترمنځ په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې پیل شي چې د اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې
پورې ترسره شي. د بنګله دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې وروسته به د همدې
اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو
نړیوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي. د دغې لوبلړۍ په ترڅ کې به هره لوبډله د
بلې پر وړاندې یو ځل د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د
یادې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومومي چې د مهالوېش له مخې به اکټوبر میاشتې په ۲۳مه
نېټه ترسره شي.
د درې اړخیزې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته
به افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ترسره
کړي چې لومړۍ لوبه به یې د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر میاشتې په ۲۹مه او
دریمه لوبه به یې د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.
دواړه لوبډلې به له دې وروسته د دوه ټېسټ
سیالیو په لوبلړۍ کې هم مخ شي چې لومړۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې له پنځمې تر
نهمې نېټې او دغه راز دویمه ټېسټ لوبه به د نومبر میاشتې له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې
پورې ترسره شي.
دغه راتلونکي نړیوالې سیالۍ به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د دوو پیاوړو نړیوالو لوبډلو پر
وړاندې په بېلابېلو بڼو کې د سیالۍ غوره او عالي
فرصت برابر کړي. همدارنګه به دغه لوبلړۍ
د افغانستان،
بنګله دېش او زمبابوې کرکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا
په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان د یادو سیالیو د اهمیت په اړه وویل: ((موږ خوښ یو چې د افغانستان د ملي لوبډلې
لپاره د نړیوال کرکټ دغه مهم پړاو او اوږد
مهالوېش اعلانوو.
د کرکټ لوبې په
بېلابېلو بڼو کې د بنګله دېش
او زمبابوې پر وړاندې سیالۍ به زموږ لوبغاړو ته د لوړې کچې سیالیو غوره موقع برابرې کړي او د افغان لوبډلې مینه والو ته به د نړیوال کرکټ له غوره لوبو څخه د خوند اخیستو زمینه برابره کړي.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((افغانستان
کرکټ بورډ تل ژمن دی چې خپلې ملي لوبډلې ته په منظم ډول د لوړ کیفیت نړیوالې لوبې برابرې کړي. موږ د
بنګله دېش او زمبابوې کرکټ بورډونو سره خپلو اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوو او د
دغو مهمو سیالیو د ترسره کېدو په برخه کې د هغوی له همکارۍ او ملاتړ څخه منندوی
یو.))
همدارنګه د بنګله
دېش کرکټ بورډ اجراییوي
رییس نظام الدین چوهدري وویل: ((یوازېنۍ ټېسټ
لوبه او درې اړخیزه لوبلړۍ به د بنګله دېش
او افغانستان د کرکټ مینه والو
لپاره د غوره کرکټ د نندارې ښه زمینه برابره کړه.
موږ ټېسټ کرکټ ته ځانګړی اهمیت ورکوو او دا به زموږ د لوبغاړو لپاره یو غوره فرصت
وي، څو د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې ټېسټ کرکټ وکړي او د یوې پیاوړې افغان لوبډلې پر وړاندې، چې په دغو شرایطو کې یې ښې لوبې کړې او غوره پایلې ترلاسه کړې دي، ځان وازمايي.))
نوموړي زیاته کړه: ((موږ
له افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه کوو چې دغه سفر او درې اړخیزه لوبلړۍ یې تنظیم کړې،
چې زمبابوې هم پکې ګډون لري. تمه ده چې دا به یوه له سختې سیالۍ او رقابت ډکه لوبلړۍ وي. موږ د راتلونکو څو اونیو په موده کې د درې
پیاوړو لوبډلو ترمنځ د نړیوال کرکټ دغو زړه راښکونکو سیالیو ته سترګې په لار یو.))
سربېره پر دې د زمبابوې
کرکټ اجرائیوي رییس ګیومور مَکوني زیاته کړه: ((دا سفر د زمبابوې لپاره خورا مهم دی او زموږ
لوبغاړو ته د لوبې په درې واړو
بڼو کې د لوړې کچې سیالیو د ترسره کولو فرصت برابر کړي. د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ به
موږ د دوو پیاوړو لوبډلو پر وړاندې وازمايي،
په داسې حال کې چې دوه ټېسټ لوبې به په ځانګړي ډول ډېر ارزښت ولري؛ ځکه موږ هڅه
کوو چې خپلو لوبغاړو ته په اوږده
فارمټ کې د لا زیاتو او منظمو
فرصتونو زمینه برابره کړو.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((موږ
له افغانستان کرکټ بورډ څخه چې د دې سیالیو
کوربه توب کوي، او له بنګله دېش کرکټ بورډ څخه د دوی د همکارۍ له
امله صمیمانه مننه کوو. موږ د درې واړو
لوبډلو ترمنځ د خورا غوره او جالبو لوبو په تمه یو.))
د سیالیو مهالوېش:
|
نېټه |
لوبډلې |
لوبه |
لوبغالی |
|
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه |
|||
|
اکټوبر ۹ - ۱۳ |
یوازېنۍ ټېسټ لوبه |
متحده عربي امارات |
|
|
درې اړخیزه لوبلړۍ |
|||
|
د اکټوبر ۱۷مه نېټه |
بنګله دېش د زمبابوې پر وړاندې |
لومړۍ لوبه |
متحده عربي امارات |
|
د اکټوبر ۱۹مه نېټه |
افغانستان د زمبابوې پر وړاندې |
دویمه لوبه |
متحده عربي امارات |
|
د اکټوبر ۲۱مه نېټه |
افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې |
دریمه لوبه |
متحده عربي امارات |
|
د اکټوبر ۲۳مه نېټه |
پایلوبه |
پایلوبه |
متحده عربي امارات |
|
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د شل اوریزو سیالیو
لوبلړۍ |
|||
|
د اکټوبر ۲۷ نېټه |
لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه |
متحده عربي امارات |
|
|
د اکټوبر ۲۹مه نېټه |
دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه |
متحده عربي امارات |
|
|
د نومبر لومړۍ نېټه |
دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه |
متحده عربي امارات |
|
|
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبو لوبلړۍ |
|||
|
نومبر ۵ - ۹ |
لومړۍ ټېسټ لوبه |
متحده عربي امارات |
|
|
نومبر ۱۳ - ۱۷ |
دویمه ټېسټ لوبه |
متحده عربي امارات |
|
پای!