هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۵ وېکټو په توپیر میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه
کورني
7 دقیقې

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۵ وېکټو په توپیر میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اي انډ وړاندې کوونکې احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په شپږمه لوبه کې چې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز په څلورمه او وروستۍ ورځ د میوند اتلانو لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

7 دقیقې

د اي انډ وړاندې کوونکې احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په شپږمه لوبه کې چې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز په څلورمه او وروستۍ ورځ د میوند اتلانو لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې تېره پنجشنبه پیل شوه، پچه یې هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د میوند اتلانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. میوند اتلانو لوبډله په خپله لومړۍ توپوهنه کې ښه کارکردګي ونه کړه او ټوله لوبډله یې د ۱۰۹ منډو جوړولو وروسته له ډګره ستنه شوه. دوی لپاره توپوهنه کې ترنورو ډېرې منډې لوبډلمشر افسرځاځي ۳۳ او الله نور ناصري ۲۵ منډې جوړې کړې.

بل لوري ته د هندوکش سټرایکرز په توپ اچونه کې امان الله کنړي ۴، ضیاالرحمان شریفي ۲ او نورستاني عمرزي، مسلم موسی او خیر محمد هر یوه ۱ وېکټ ترلاسه کړه.

هندوکش سټرایکرز هم د میوند اتلانو د لومړۍ پاڼۍ منډوپسې ډېرې منډې جوړې نکړې او په ۱۶۹ منډو یې ټوله لوبډله له ډګره بهر شوه او یوازې د ۶۰ منډو مخکې والی یې ترلاسه کړ. د هندوکش سټرایکرز په توپوهنه کې کمال خان او مبین بختیار ترنورو ډېرې منډې جوړې کړې او په ترتیب سره ۴۶ او ۳۷ منډې جوړې کړې

د میوند اتلانو توپ اچونه کې نجات مسعود ۴ او بلال سمېع او عبدالله تره خیل هر یوه ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

میوند اتلانو خپله دویمه پاڼې کې غوره توپوهنه ترسره کړه او د ۹ وېکټو په زیان سره یې ۴۰۴ منډې جوړې کړې چې پکې د جاوید احمدزي ۱۴۲، خالد احمدزي ۷۲، رحمان الله ځدراڼ ۶۸ او اعجاز احمدزي ۵۱ منډې د پام وړ وې چې په دې پاڼۍ سره یې د هندوکش سټرایکرز ته د ۳۴۵ منډو هدف وټاکه. دا ځل هندوکش ته په توپ اچونه کې نصرت نورستاني ۴، امان الله ۲ او مسلم موسی، خیر محمد او سمېع شینواري هر یوه ۱ وېکټ ترلاسه کړه.

هندوکش سټرایکرز یاد هدف د پیلیز توپوهونکو عبدالملک او مبین بختیار په سلیزو چې دواړو ۱۰۱ او ۱۰۱ منډې جوړې او مډل ارډر کې د سمېع شینواري د ۵۴ ناسوځېدلو او مسلم موسی۳۷ ناسوځېدلو منډو پر مټ پوره او لوبه یۍ د ۵ وېکټو په توپیر وګټله.

د هندوکش سټرایکرز پیلیز توپوهونکی مبین بختیار  چې لومړۍ پاڼۍ کې یې ۳۷ او دویمه کې ۱۰۱ منډې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران