ماهیپر ستورو خپله دویمه بریا ترلاسه کړه
کورني
9 دقیقې

ماهیپر ستورو خپله دویمه بریا ترلاسه کړه

د اي اڼد وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په پنځمه لوبه کې چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې په دویمه ورځ د ماهیپر ستورو لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا ثبت کړه.

9 دقیقې

د اي اڼد وړاندې کوونکو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په پنځمه لوبه کې چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې په دویمه ورځ د ماهیپر ستورو لوبډلې د ۹ وېکټو په توپیر پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دویمه بریا ثبت کړه.

د دغې لوبې پچه ماهیپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې د پامیر لیجنډز لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه غوره کړهد پامیر لیجنډز لوبډلې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ ښه ترسره نکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۰۳ منډو له ډګره بهر شوه. دوی لپاره توپوهنه کې ډېرې منډې بلال احمد ۲۳ او اکرام علي خېل ۱۵ منډې جوړې کړېبل لوري ته ماهیپر ستورو ته توپ اچونه کې چټک توپ اچوونکو لوبډلمشر یمین احمدزي ۵، بشیر احمد ۴ او محمد ابراهیم ۱ وېکټ ترلاسه کړه.

ماهیپر ستورو د پامیر لیجنډز د لومړۍ پاڼۍ پسې په خپله توپوهنه کې د ټولو وېکټو په زیان سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې او ۱۲۸ منډو مخکې والی یې ترلاسه کړ. د ماهیپر ستورو لپاره بیا هم د دوی پیلیز توپوهونکي ریاض حسن۶۱، شاهد الله کمال ۴۰ او ناصر جمال ۳۰ ترنورو ډېرې منډې جوړې کړې. د پامیر لیجنډز په توپ اچوونکو کې سمیع الله سرمست ۴ او فرید احمد، نسیم منګل او ظاهر خان هر یوه ۲ وېکټې ترلاسه کړې.

پامیر لیجنډز په خپله دویم ځل توپوهنه کې هم د پام وړ منډې جوړې نکړې او ټوله لوبډله یې د ۱۵۲ منډو جوړولو وروسته له ډګره بهر شوه او سیالې لوبډلې ته یوازې د ۲۶ منډوه هدف ورکړ. د دوی لپاره په دې پاڼۍ کې بیا هم بلال احمد او اکرام علي خیل ترنورو ډېرې منډې جوړې کړې چې په ترتیب سره یې ۴۳ او ۳۷ منډې د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کړې. بل لوري ته د ماهیپر ستورو په توپ اچونه کې محب الله زرمتي ۴، یمین احمدزي او محمد ابراهیم هر یوه ۲ او بشیر احمد او قیس احمد هر یوه ۱ وېکټ ترلاهسه کړه.

ماهیپر ستورو د پامیر لیجنډز د ۲۶ منډو هدف یوازې د یوې وېکټې په زیان پوره او لوبه یې د ۹ وېکټو په ستر توپیر وګټله.

د ماهیپر ستورو لوبډلمشر یمین احمدزی چې په دواړو پاڼیو کې یې ۷ وېکټې ترلاسه کړې وې، د خپلې غوره توپ اچونې لپاره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ملاتړ کوونکي او همکاران