د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې د جاپان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د جاپان هېواد په کوربه توب شلم پړاو اسیايي سیالیو په ترڅ کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د دغې لوبې پچه کوربه جاپان لوبډلې وګټله او
لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان ابدالیان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ
کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او سیالې جاپان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو
هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه محمد اکرم ۳۴، لوبډلمشر
دروېش رسولي ۲۹، محمد اسحاق ۲۵* او کریم
جنت ۲۱ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې غوره توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې
یوازې په ۸۱ منډو له ډګره بهر کړه او د ۴۸ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه. د
افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې عرب ګل مومند ۴، ننګیالي خان ۳ او عبدالله
احمدزي دوه ویکټې ترلاسه کړې.
افغان لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه سبا
سهار ۹:۳۰ بجې د نیپال پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.