د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې زمبابوې ته په دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ جام یې ۳-۰ په خپل نوم کړ.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی
یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډله نن له څلورو بدلونونو سره لوبېده، رحمن
الله ګربز، مجیب الرحمن، شاهدالله کمال او فرید احمد ملک نن له لوبې کېنول شوي وو،
او پرځای یې نورالرحمن، عبدالله تره خېل، نور احمد او فضل الحق فاروقي ته په
لوبډله کې د لوبېدو موقع ورکړل شوې وه.
عبدالله تره خېل نن خپله لومړنۍ نړیواله شل
اوریزه لوبه وکړه او په ټوله کې ۷۳م لوبغاړی شو چې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې
د افغانستان استازیتوب کوي. نوموړي په خپله لومړنۍ لوبه کې دوه ویکټې ترلاسه کړې
او د مینه والو پام یې ځان ته واړاوه.
افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې
بهترینه توپوهنه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې یوازې په ۷۹ منډو کې له
ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په ګټه نوراحمد بهترینه توپ اچونه وکړه او د ۱۳ منډو
په ورکولو سره یې د سیالې لوبډلې ۵ ویکټې ترلاسه کړې. دا په شل اوریزو نړیوالو
سیالیو کې د نوموړي بهترینه توپ اچونه شمېرل کېږي. د نوموړي ترڅنګ عبدالله تره خېل
۲، فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزي او عبدالله احمدزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې غوره
توپوهنه وکړه او که څه هم د هدف د پوره کولو په تکل کې یې خپل درې لوبغاړي له لاسه
ورکړل، خو یاد هدف یې یوازې په ۸.۱ اورونو کې د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه
کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه په
توپوهنه کې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ۲۵*، صدیق الله اتل ۲۰ او عظمت الله عمرزي ۱۸*
منډې جوړې کړې.
نور احمد د خپلې توپ اچونې پرمټ د لوبې د
غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړه.
د نوموړي ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې
ځوان او تکړه لوبغاړي عظمت الله عمرزي د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو په
لوبلړۍ کې د یوې سلیزې پرمټ ۱۴۱ منډې جوړې کړې او دغه راز یې ۴ ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې د لومړي ځل
لپاره په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم
کړه.
په دې سره افغان لوبډلې یو ځل بیا زمبابوې
ته د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه، چې ورپسې به د راتلونکې پنجشنبې
په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ په همدې شارجه کرکټ لوبغالي کې د دوه ټېسټ سیالیو
لوبلړۍ پیل شي.