د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د روانې لوبلړۍ په ترڅ کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لاره وموندله چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د دغې لوبې پچه سیالې بنګالۍ لوبډلې وګټله او
لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د لوبې له پیله تر پایه خورا ښه توپ
اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې یوازې په ۱۶۰ منډو له ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان یو ځل بیا ښه
توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ یمین
خان احمدزي او عظمت الله عمرزي ۲-۲، محمد نبي او بلال سمیع یوه-یوه ویکټ
ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې له غوره
توپ اچونې وروسته بهترینه توپوهنه هم وکړه او د سیالې لوبډلې د ۱۶۱ منډو هدف یې د
خپلو ۳ لوبغاړو په زیان سره د لوبې په ۳۶م اور کې ترلاسه کړ. د افغان لوبډلې په
ګټه لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۶۸*، حشمت الله شهیدي ۳۸* او ابراهیم ځدراڼ ۳۶ منډې
جوړې کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي
راشد خان ترلاسه کړه چې د خپلې غوره توپ اچونې پرمټ یې ۴ ویکټې ترلاسه کړې وې.
په دې بریا سره افغان
لوبډلې د یادې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده؛ چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د افغانستان
او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ په همدې شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. بنګله دېشۍ
لوبډله چې د لوبلړۍ په دواړو سیالیو کې له ماتې سره مخ شوه، له لوبلړۍ بهر شوه او
په یادو سیالیو کې یې سفر پای ته ورسېد.