د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صدیق الله اتل او ابراهیم ځدراڼ د غوره توپوهنې او راشد خان او فضل الحق فاروقي د غوره توپ اچونې پرمټ زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې خپل سفر په سترې بریا سره پیل کړ.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر رحمت شاه
زرمتي وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان
لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې
او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل سلیزه
جوړه کړه او په ۱۰۲ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. د نوموړي ترڅنګ ابراهیم
ځدراڼ هم بهترینه توپوهنه وکړه او ۹۰ منډې یې جوړې کړې. دغه راز حشمت الله شهیدي ۲۸ او رحمن الله ګربز
۲۵ مندې جوړې کړې.
افغان اتلانو د یاد هدف په دفاع کې بهترینه
او عالي توپ اچونه پیل کړه او بیا یې تر پایه جاري وساتله چې پرمټ یې سیاله لوبډله
یوازې په ۱۳۶ منډو له ډګره بهر کړه او د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې راشد خان ډېر ښه وځلېده او ۴ لوبغاړي یې له
ډګره بهر کړل. د نوموړي ترڅنګ فضل الحق فاروقي ۲، غضنفر او محمد نبي یوه-یوه ویکټ
ترلاسه کړه.
صدیق الله اتل د خپلې دریمې سلیزې او عالي
توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان لوبډله به په یادو سیالیو کې د خپلې
دویمې لوبې په موخه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر
ته ښکته شي.